ارگ: د افغانستان په اړه د پاکستان په دریځ کې بدلون راغلی

گزارشگر:سه شنبه 11 میزان 1396 - ۱۰ میزان ۱۳۹۶

mandegar-3د ولسمشر محمد اشرف غنی سره د پاکستان د لوی درستیز تر لېدنې وروسته، د افغانستان جمهوری ریاست د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان په دریځ کې د بدلون خبره کوی.
د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب الله ازاد د دوشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې د پاکستان په دریځ کې دغه بدلون د افغانستان د حکومت او د نړیوالو د فشارونو او د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ تر اعلان وروسته لېدل کېږی.
ښاغلی ازاد وویل، سره له دې چې پاکستان په کراتو په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی، خو اوس ظاهراً داسې ښکاری چې دغه هېواد په دې پوه شوی چې د ترورېزم سره له رښتینې مبارزې پرته به، د افغانستان او نړیوالو همکاری له لاسه ورکړی.
ښاغلی ازاد وایی:
«ظاهراً د پاکستان په دریځ کې بدلون لېدل کېږی، پاکستان دا خبره اوس درک کړې چې د ترورېزم سره د رښتینې مبارزې پرته، بله لار نه لری، ځکه چې ترورېزم افغانستان، سیمې او ټولې نړۍ ته خطر دی.»
د پاکستان لوی درستیز قمر جاوید باجوه د یکشنبې په ورځ د یوه پلاوی په مشرۍ کابل ته راغی او د ولسمشر محمد اشرف غنی سره یې د ترورېزم په وړاندې د مبارزې په څرنګوالی او په یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.
ولسمشرغنی افغانستان ته د پاکستان د لوی درستیز سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو نوی فصل ګڼلی او دغه سفر یې د دوه اړخیزو همکاریو لپاره مهم بللی دی.
ولسمشر غنی ډېر ځله په دې ټینګار کړی چې سوله دوه محوره لری، لومړی پاکستان سره او بیا له طالبانو سره بین الافغانی سوله.
د جمهوری ریاست په اعلامیه کې راغلی چې د پاکستان لوی درستیز افغان ولسمشر سره په لیدنه کې د ترورېزم په وړاندې د رښتینې مبارزې او د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو د ملاتړ ژمنه کړې ده.
پاکستان په تېرو ۱۶ کلونو کې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت او د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې ژمنې کړی، خو د افغان حکومت په خبره، کله یې هم په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.
بل خوا یو شمېر کارپوهان بیا په دې باور دی چې پاکستان د ژمی په موسم کې د افغانستان سره د ترورېزم په وړاندې د مبارزې په برخه کې د همکاریو ور پرانیزی، خو د جنګ په موسم یعنې د پسرلی په راتګ سره خپلې ژمنې له یاده اوباسی.
په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل هادی مسلمیار وایی، پاکستان په تېر کې هم په پخپلو ژمنو عمل نه دی کړی او دا ځل به یې هم ونه کړی.
ښاغلی مسلمیار زیاته کړه:
«زه لا تر اوسه باوری نه یم، ځکه په تېر کې موږ لېدلی، کله چې نړیوال د افغانستان په خوا درېدلی، نو پاکستان د همکارۍ لاس اوږد کړی، خو د دوی همکاری تل مقطعی وې او د ترورېستانو په لاس بیا هم د افغانانو وینه تویه شوې.»
ښاغلی مسلمیار د ملی وحدت د حکومت له مشرانو غواړی چې د پاکستان سره د اړیکو په برخه کې تېر هېر نه کړی او په احتیاط ګام واخلی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.