انجینر محمد یونس فکور، د ملی اجنډا په لومړۍ مشورتی ناسته کې: باید ملی تفکر رامنځته کړو

- ۳۰ سرطان ۱۳۹۲

ماته چې کله محترم احمدولی مسعود زنګ را وواهه چې دغسې یوه مشورتی غونډه ده او په دې کې به ته وینا کوې ما ویل ولې زه؟ خو خیر زه غواړم لنډې خبرې وکړم. په نننۍ غونډه کې زما لپاره دا مهمه ده، چې زه مجاهد نه یم، دېموکرات یم او پښتون یم؛ خو دلته نن د مجاهدینو او نورو ډلو تر څنګ په یوه مېز ناست یم. د ستونزو یو عامل موږ خپله یو هر سړی وایی، چې زه ولې څوکۍ پیدا نه کړم، قدرت پیدا نه کړم او پیسې پیدا نه کړم. لومړی زه خپله د خپلو ګټو لپاره لګیا یم کار کوم. که چېرې زه غواړم چې یو ملی تفکر رامنځته شی نو باید یو څه له خپلو ګټو هم تېرشم او د بل ګټې هم په خطر کې وانه چوم.
دغه راز باید یو فکر بل فکر او یوه اېډیالوژی بله اېډیالوژی له خطر سره مخ نه کړی. لکه پخوا چې دغه کار وشو. کله چې اوسنی حکومت راغی د طالبانو اېډیالوژۍ ته ګواښ پېښ شو او په خطر کې ولوېده. طالبان نورو موقع لټوونکیو خلکو، مغرضو او دښمنانو په خپله غېږ کې ونیول او ترېنه یې استفاده وکړه.
موږ باید یوازې د ځان ګټه ونه غواړو باید د نورو ګټو ته هم پام وکړو. که چېرې ته یوازې د ځان ګټه غواړې حتماً درسره مقابله کېږی.
ملی تفکر دا نه دی چې څه مجاهدین وایی هغه باید ټول ومنی، یا یو څه چې دېموکرات وایی، باید ټول یې ومنی.
ملی تفکر هغه مهال رامنځته کېږی، چې د ټولې ټولې مفکورې او اېډیالوژۍ په ګډه او یو ځای سره کار وکړی. هر افغان ته باید ونډه او حق ورکړل شی، هغه که د هر فکر او هرې اېډیالوژۍ خاوند وی.
یو فکر، یو مذهب او یوې اېډیالوژۍ پالل ټکر رامنځته کوی او څه خلک به خپه کېږی؛ نو اړینه ده چې له یو څه موږ تېر شو له یو څه نور تېر شی.
سیستم باید یو بل قبول کړی داسې سیستم چې یو لوری ومنی او بل نه پایله نه ورکوی باید داسې سیستم رامنځته شی، چې ټولو ته منلو وړ وی څو یو ملی تفکر رامنځته شی.
اوس افغانان یو ملی وثیقه او مهم سند لری چې هغه اساسی قانون دی او د اساسی قانون پر ځای نباید نورو شیانو ته درنښت ولرو.
سولې ته د رسېدو لپاره مهمه ده، چې نور سیستمونه هم په پام کې ونیول شی او اساسی قانون په رڼا کې مخته لاړ شو، ځکه له اساسی قانون پورته بله وثیقه نشته او دا ټول څه اساسی قانون روښانه کړی دی.
موږ باید په اساسی قانون باندې عمل وکړو څو د ټولو ګټې او منافع تامین شی او مناسبات د اساسی قانون له مخې، پر مخ یوسو. د دې طرحې د لا غنی کېدا لپاره دغه ډول غونډو ته ډېره اړتیا ده. ډېره مهمه ده چې دا غونډې پراخې شی.
طالبانو ته ووایو، چې راشه په قدرت کې شریک شه. ځکه موږ په واک کې یو موږ په قدرت کې یو او په هېواد کې یو. موږ باید هغوی ته بلنه ورکړو. که غواړو بحران او ناورین پای ته ورسوو په کار ده چې یو د بل مفکورې ته احترام ولرو او مخ ته لاړ شو. په اخر کې وایم احمدولی مسعود صیب ته، چې ته مخکې شه فکور دې تر شا دی او زه درنه ملاتړ کوم.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.