ولسی جرګه د ارزګان چارواکی د چورې د وروستۍ پېښې په اړه جرګې ته وربولی

گزارشگر:یک شنبه 16 میزان 1396 - ۱۵ میزان ۱۳۹۶

mandegar-3د ولسی جرګې اداری پلاوی د ارزګان په چورې ولسوالۍ کې له ۲۰ څخه د زیات افغان سرتېرو وژل کېدل په اړه امنیتی او د ارزګان سیمه ییز چارواکی د پوښتنو لپاره دغه جرګې ته وربولی.
د ارزګان په چورې ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو له لوری له شلو زیات د افغان سرتېرو وژل کېدل د ولسی جرګې له کلک غبرګون سره مخامخ شول.
د ولسی جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمی د وکیلانو له اندېښنو وروسته ټینګار کاوه چې په دې اړه دې د امنیتی او دفاعی ارګانونو د مسؤلینو ترڅنګ دې د ارزګان له سیمه ییز چارواکو هم پوښتنې وشی.
نوموړی زیاته کړه:
«د ارزګان پېښه یو ناورین دی، موږ به د رئیسانو په کمېټه کې په دې اړه یوه ځانګړې غونډه په اجنډا کې شامله کړو چې د امنیتی مسؤلینو ترڅنګ به د ارزګان ادارې مسؤلین، د ملت کورته خپل ځوابونه وړاندې کړی.»
که څه هم د ارزګان سیمه ییز چارواکی په پېښه کې د ۲۴ سرتېرو د وژل کېدو خبره کوی، خو د ولسی جرګې غړی وایی چې د وسله والو مخالفینو په حملو کې د ملی اردو ۲۶ سرتېری وژل شوی دی.
که څه هم یوشمېر وکیلان په ارزګان کې د سرتېرو وژل کېدل پر وخت د مرستو نه رسېدل او امنیتی او دفاعی ځواکونو کمزوتیابولی، خو د ارزګان د خلکو استازی عبیدالله بارکزی بیا په دې اړه د ارزګان سیمه ییز چارواکی په ځانګړې توګه والی ګرم بولی.
ښاغلی بارکزی ټینګار کوی چې دا لومړۍ پېښه نه ده چې په ارزګان کې رامنځته کېږی بلکې له دې وړاندې هم ډېری دا ډول پېښې رامنځته شوې دی.
نوموړی زیاته کړه:
«پوره یو کال کېږی چې زه له دغه ځایه ناروې وهم، دا زموږ د ملی اردو اتم بیز چې سربسته له منځه ځی، په اتو بیزو کې د ملی اردو یو سرتېری هم نه دی وتلی، یو موټر نه یو میل وسله د دولت لاس ته ورغلې ده.»
د راپورونو له مخې تېره اوونۍ د چورې په ولسوالۍ کې له وسله والو مخالفینو سره په جګړه کې ۲۴ افغان سرتېری ووژل شول.
د ارزګان سیمه ییزو چارواکو ویلی چې دغه جګړه چې څلور ورځې یې دوام درلود د ملی اردو ۱۸ سرتېری او ۶ پولیس په کې وژل شوی دی.
له دې وړاندې هم د جګړې په ډګرونو کې افغان ځواکونو ته پر خپل وخت د مرستو د نه رسېدو له امله پر حکومت انتقادونه شوی و.
په ورته وخت کې د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیری ازادی راډیو سره په خبرو کې د وژل شویو سرتېرو شمېر اتلس تنه یاد کړ او دلیل یې د وسله والو مخالفینو زیات فشار بولی.
نوموړی زیاته کړه:
«داچې د دښمن د فشار تعداد ډېر زیات و، دوی مقابله کړې وه، خو له بده مرغه شهیدان شوی و، دفاع وزارت یو پلاوی ټاکلی او اوس په سیمه کې په څېړنو بوخت دی، که چا هم ناغیړی او یا اشتباه کړې وی، هغه به څارنوالی او عدلی ارګانونو ته معرفی شی.»
ښاغلی وزیری زیاتوی دفاع وزارت د ملی اردو سرتېرو ستونزو ته په هر وخت رسیده ګی کړې او هغوی په هر ډول شرایطو کې دفاع کړې ده.
دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږی چې د ولسی جرګې غړی وایی، افغان سرتېری په ډېری مواردو کې له وسله والو مخالفانو سره په جګړه کې له کمو امکاناتو سره مخ دی او همدا د دې سبب شوی چې د جګړې په ډګرونو کې د افغان سرتېرو د تلفاتو شمېر لوړ دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.