ټیفا: د ولسی جرګې په ټاکنو کې د ۲۵ ولایتونو ۵۳ سلنه خلک د ګډون لیوال دی

گزارشگر:سه شنبه 18 میزان 1396 - ۱۷ میزان ۱۳۹۶

mandegar-3ټیفا یا د افغانستان د شفافو انتخابات بنسټ نوې نظر پوښتنه ښیې چې د۱۳۹۷ لمریز کال د ولسی جرګې او ولسوالیو شوراګانو په انتخاباتو کې له ۵۰ سلنه ډېرو خلکو لیوالتیا ښودلې چې په انتخاباتو کې به ګډون کوی.
ټیفا یا د افغانستان د شفافو انتخابات بنسټ وایی، دغه نظر پوښتنه په دریو میاشتو کې ترسره شوې ده او ۲۹۶۷ کسانو پکې ګډون کړی چې په وینا یې، له دې ډلې ۶۸ سلنه نارینه او ۳۲ سلنه ښځینه دی.
د دغه بنسټ مسؤلینو وویل، یاده نظر پوښتنه د خلکو د نظریاتو د راټولولو، په خپل وخت د انتخاباتو د ترسره کېدو، د حکومت بې طرفۍ او په انتخاباتی کمېسیونونو کې د ظرفیتونو په اړه ترسره شوې ده.
د ټیفا د پروګرامونو مشر شمس راسخ د دوشنبې په ورځ په دې اړه وویل:
“موږ په دغه نظر پوښتنه کې موندلې ده چې ۵۳ سلنه ګډون کوونکی لیوالتیا لری چې په انتخاباتو کې ګډون وکړی او ۳۳ سلنه نور هم مطمئن نه دی او ۱۴ سلنه نورو ویلی چې په انتخاباتو کې به ګډون ونه کړی، بیا هم ۴۵ سلنه خلکو ویلی چې انتخابات به په خپل وخت ترسره شی،۳۲ ویلی چې مطمئن نه دی او ۲۳ سلنه نورو ویلی چې انتخابات به په خپل وخت ترسره نشی. ”
په دغه نظر پوښتنه کې ویل شوی چې ۳۸ سلنه خلک د حکومت په بې طرفۍ، ۴۱ سلنه نور خلک د انتخاباتی کمېسیونونو د ظرفیتونو په اړه بې باوری ښودلې ده.
۳۳ سلنه خلک د حکومت په بې طرفۍ او ۳۰ سلنه نور په کمېسونونو کې د ظرفیتونو د موجودیت په تړاو ډاډ نه دی ښودلی، خو ۲۹ سلنه د حکومت بې طرفۍ او ۲۹ سلنه نور په کمیسیونونو کې په شته ظرفیتونو ډاډ څرګند کړی دی.
خو د دغه بنسټ چارواکی وایی، د نا امنیو له امله په ۹ ولایتونو کې نه دی توانیدلی چې سروی ترسره کړی.
یاد بنسټ ټینګار کړی چې د انتخاباتو د ترسره کېدو پورې دوه نورې نظر پوښتنې به هم ترسره کړی.
له بلې خوا د دغه بنسټ عمومی مشر محمد نعیم ایوب زاده نا امنۍ، په انتخاباتی کمېسیونو کې د ځنډ او د حکومت له لوری د څارنې نشتون د راتلونکو انتخاباتو په مخ کې له نورو ستونزو یاد کړل.
ښاغلی ایوب زاده زیاته کړه:
“انتخابات په افغانستان کې د یوې سوله ییزې سیاسی سیالۍ یوازینۍ مرجع ده او باید په هېڅ قیمت د دغو انتخاباتو جوړښت د یو شمېر کسانو لپاره تر پښو لاندې نه کړو.”
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ۱۳۹۷ لمریز کال د میزان ۱۶ مه د ولسی جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو نېټه اعلان کړې او حکومت هم ټینګار کړی چې د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره جدی اراده لری.
له بلې خوا د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ټیفا له نوې نظر پوښتنې هرکلی کوی او هغه یو مثبت ګام یادوی.
د دغه کمېسیون کمیشنر معاذ الله دولتی په دې اړه ازادی راډیو ته وویل.
“د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یوازینۍ اړتیا د دې پروسیې په اړه د خلکو د اعتماد راجلبول دی، د دغو نظر پوښتنو له نتایجو زه ډېر خوښ یم چې خلک د خپل برخیلک د ټاکلو لپاره لیوالتیا لری او په انتخاباتو کې ګډون کوی. ”
نوموړی همدارنګه ډاډ ورکړ چې د دغې نظر پوښتنې په اساس خپل پروګرامونه جوړوی، ترڅو د خلکو قناعت لا حاصل شی.
په همدې حال کې د ټیفا بنسټ مسؤلینو وویل چې انتخاباتی کمېسیونونه د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره باید خلکو ته د عامه پوهاوی پروګرامونه ډېر کړی او د انتخاباتو د امنیت خوندی کولو لپاره هم جدی هلو ځلو ته اړتیا ده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.