شاهد: د کونړ په څوکۍ کې د هوایی برید پېښه دې وڅېړل شی

- ۲۱ میزان ۱۳۹۶

mandegar-3په ولسی جرګه کې د کونړ د خلکو استازی وایی، د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی کسان، ټول ملکیان دی.
د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د ملکی کسانو د وژل کېدو په غبرګون کې، د ولسی جرګې غړی وایی، حکومت باید په دې اړه جدی او هر اړخیزه څېړنه وکړی.
په ولسی جرګه کې د کونړ د خلکو استازی او د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکی مولوی شهزاده شاهد چې د پېښې سیمې ته تللی، د جمعې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، په دغه برید کې۱۴ ملکی وګړی وژل شوی دی.
ښاغلی شاهد زیاته کړه:
«په دغه برید کې ۱۴ ملکی وګړی وژل شوی، په وژل شویو کې ۱۰ د دوو کورنیو غړی دی او پاتی څلور کسان د ګاونډ خلک دی، موږ ۱۴ جنازې د جمعې د ورځې په ۱۱ بجو کلی کې خاورو ته وسپارلې، دغه خلک هم د ژوند کولو حق لری، زموږ غوښتنه له حکومته دا ده چې سیمې ته یو پلاوی ولېږی او له عاملینو پوښتنه وشی.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د کونړ امنیتی چارواکو ویلی چې د پنجشنبې په ورځ ناوخته په څوکۍ ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۲۰ داعش وسله وال وژل شوی دی.
اخوا بیا د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ازادی راډیو ته ویلی چې په سیمه کې بې پیلوټه الوتکو دوه بریدونه کړی چې پکې یې د یوه ماشوم په ګډون، ۱۵ ولسی وګړی وژلی او یو ټپی شوی دی.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د بهرنیو ځواکونو په هوایی بریدونو کې، د ملکی خلکو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.
تر دې وړاندې په ننګرهار، هرات، لوګر، کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په بمبار کې، ملکی وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
همدارنګه ملګروملتونو په یوه نوی راپور کې ویلی چې په تېرو ۹ میاشتو کې د هوایی حملو له کبله، ملکی تلفات زیات شوی دی.
یوناما په خپل راپور کې یادونه کړې چې له جنورۍ تر سپټمبره ۴۶۶ ملکی افغانان د افغان او امریکایی ځواکونو په هوایی حملو کې مړه او ټپیان شوی چې د دې قربانیانو له ۳ دوه برخې ښځې او ماشومان دی.
که څه هم بهرنیو ځواکونو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې، خو د افغانستان دفاع وزارت وایی چې د کونړ د پېښې په اړه جدی پلټنې کېږی.
د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیری د جمعې په ورځ په دې اړه ازادی راډیو ته وویل:
«د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې چې کوم عملیات شوی، له رسنیو موږ واورېدل چې ملکی وګړی وژل شوی، دفاع وزارت په دې اړه څېړنې کوی او له څېړنو وروسته به بشپړ جزیات له رسنیو سره شریک شی، تر اوسه پورې تحقیقات روان دی.»
دا په داسې حال کې ده چې افغان هوایی ځواک د امریکا د هوایی ځواک په مرسته، د وسله والو مخالفینو په وړاندې په پوځی عملیاتو کې، هوایی حملې زیاتې کړې دی.
خو له دې سره بیا د افغانستان د ولسی جرګې غړی خبرداری ورکوی، که چېرې د ملکی تلفاتو د مخنیوی لپاره جدی اقدامات ونشی، نو د خلکو او حکومت ترمنځ به واټن لا پراخ شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.