مستغنی: د ۴ اړخیزې غونډې تمرکز له ترورېزم سره د پاکستان پر رښتینې مبارزې دی

گزارشگر:سه شنبه 25 میزان 1396 - ۲۴ میزان ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایی، د سولې په څلور اړخیزه ناسته کې د بحثونو تمرکز د ترورېستی ډلو پر وړاندې د پاکستان په صادقانه او عملی مبارزه دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایی، د پاکستان د پخوانیو ژمنو د عملی کېدو څرنګوالی او د افغانستان او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو لپاره د تګلارې پلې کېدل، په عمان کې د سولې د څلور اړخیزې ناستې مهمه اجنډا جوړوی.
د دغه وزارت ویاند شکیب مستغنی د دوشنبې په ورځ له ازادی راډیو سره په خبرو کې تمه وښوده چې پاکستان تر دغې څلور اړخیزې ناستې وروسته، د سولې خبرو ته د طالبانو د حاضرولو ترڅنګ، په خپله خاوره کې د ترورېستانو د ځالو د لمنځه وړلو په برخه کې هم اقدام وکړی.
ښاغلی مستغنی وویل:
«موږ تمه لرو چې په دغه څلور اړخیزه ناسته کې د ژمنو د عملی کېدو په اړه تر ډېره خبرې اترې وشی او د خبرو په نتیجه کې د ژمنو د عملی کېدو لپاره مشخص اهداف وټاکل شی او هم دغو اهدافو ته د رسېدو لپاره لارې مشخصې شی. «
د سولې دا څلور اړخیزه غونډه د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د استازو په حضور کې نن دوشنبه د عمان په پلازمېنه مسقط کې جوړه شوه.
د سولې څلور اړخیزه ناسته دا ځل په داسې حال کې ترسره کېږی چې پاکستان ته د امریکا له‎خوا دمخه فشارونه متوجې دی او د افغانستان د سولې د عالی شورا په وینا، دا غونډه کېدای شی متفاوته ثابته شی.
تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف ویلی چې د طالبانو استازی هم په دغه ناسته کې ګډون کوی، خو افغان حکومت او طالبانو په دغه ناسته کې د طالب استازو حضور رد کړی دی.
په دغه یوه ورځنۍ ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسی معین له یوه پلاوی سره چې د سولې د عالی شورا استارزی هم په کې شامل دی، ګډون کړی دی.
د سولې دغه شپږمه څلور اړخیزه ناسته له نېږدې دوه کاله ځنډ وروسته بیا جوړه شوې ده.
له وسله ‎والو طالبانو سره د افغان حکومت د سولې په باب د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین لومړۍ څلور اړخیزه غونډه د ۲۰۱۶ میلادی کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه په اسلام‌اباد کې وشوه.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.