روغتیا وزارت: په افغانستان کې هر کال ۳۵۰۰ ښځې د سینې په سرطان اخته کېږی

گزارشگر:چهار شنبه 26 میزان 1396 - ۲۵ میزان ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایی چې په هېواد کې هر کال ۳۵۰۰ ښځې د سینې د سرطان په نارغۍ اخته کېږی چې نیمایی یې بیا له همدې امله ژوند له لاسه ورکوی.
په افغانستان کې د ښځو د سینو د سرطان د مخینوی په هدف د عامه پوهاوی کمپاین داسې مهال پیلېږی چې دا هېواد لا هم له یادې ناروغۍ د ربړېدونکو هېوادونو په سر کې دی.
د عامې روغتیا وزارت وایی، اټکل داسې دی چې هر کال ۲۰ زره کسان د سرطان په ناروغۍ اخته کېږی او په دې کې ۳۵۰۰ یې هغه ښځې دی چې د سینې سرطان لری.
د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د سې شنبې په ورځ په ښځو کې د سینو د سرطان په اړه د عامه پوهاوی کمپاین د پیل غونډې ته وویل، د نورې نړۍ خلاف په افغانستان کې د ښځو د سینو د سرطان ناروغی ډېره ده.
ښاغلی فیروز زیاته کړه:
«په افغانستان کې په اټکلیز ډول هر کال ۲۰ زره د سرطان پېښې ثبت شوی چې له دې ډلې یې ۱۵سلنه یا شااوخوا ۳۵۰۰ ښځې د سینو د سرطان په ناروغۍ اخته کېږی.»
ښاغلی فیروز وایی چې که د سینې د سرطان تشخیص ژر او له پیله وشی، د درملنې وړ دی، خو د ده په خبره، د دغې ناروغۍ په درملنه کې ځنډ د ګڼو ډېرو افغان مېرمنو ژوند اخېستی دی.
په ورته وخت کې د سرطان د کنټرول د ملی پروګرام مشر میهن عبدالله وایی، په افغانستان کې د هرو اتو ښځو څخه یوه یې د سینو د سرطان د ناروغۍ له ګواښ سره مخ ده.
دی وایی، د سینو د سرطان لاملونه دوه ډوله دی، لومړی عامل یې چې جینیټیکی دی، مخنیوی یې سخت دی، خو له دوهم عامل یې مخنیوی کېدای شی.
د فزیکی فعالیتونو نه کول، ډېر وزن او تر ټولو مهم دلیل یې ماشوم ته د شیدو نه ورکول، د دغې ناروغۍ د پېښېدو سبب ګرځی.
له دې سره د افغانستان د ښځو چارو وزارت مرستیاله نبیلا مصلح له دغې ناروغۍ نه د مخنیوی لپاره د عامه پوهاوی په ډېرېدو ټینګار کوی.

هغې چې دغې کمپاین غونډې ته یې خبرې کولې ویې وویل چې د هېواد په پنځو زونونو کې په همدې هدف د پوهاوی مرکزونه جوړوی.
نبیلا مصلح وویل:
«د سینو له سرطان سره د مبارزې په برخه کې د ښځو د چارو وزارت رول دا دی چې په کلیو او بانډو کې د پوهاوی پراخ کمپاینونه ولری، موږ فکر کوو چې که ښځې په خپل وخت متوجې شی، ډېرې پېښې د مخنیوی وړ دی او موږ په دې برخه کې ډېر څه کولای شو.»
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایی، په پام کې ده چې د سرطانی ناروغیو د درملنې لپاره یو لوی مرکز جوړ کړی.
د روغتیا نړیوال سازمان او افغان چارواکی وایی چې په افغانستان کې د دغې ناروغۍ د درملنې فرصتونه شته، خو د امکاناتو تر څنګ باید عامه پوهاوی هم ډېر وی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.