غنی: درې میاشتې وخت راکړئ په پکتیا کې ۱۴لویې پروژې پلې کوم

گزارشگر:دو شنبه 1 عقرب 1396 - ۳۰ میزان ۱۳۹۶

mandegar-3ولسمشر محمد اشرف غنی د سې شنبې په ورځ د پکتیا مرکز ګردېز کې قومی مخورو او ولسی خلکو سره له فاتحې، غمشرکۍ او لیدنې وروسته په نظامی او ولسی غونډه کې د خبرو پر مهال ژمنه وکړه چې له دې ورځې وروسته پکتیا لومړۍ درجې ولایت ته ارتقاع کړې او د متوازن انکشاف د تیوری له مخې به په پکتیا کې ۱۴ لویې پروژې پلې کړی.
افغان ولسمشر محمد اشرف غنی له پکتیاوالو علماو، قومی مخورو، ولسوالیو اوسېدونکو، په ولسی او مشرانو جرګه کې د پکتیا د خلکو له استازو، ولایتی شورا وکیلانو او مدنی ټولنو سره د پکتیا په مرکز ګردېز کې د تېرې سې شنبې ورځ د پېښې له امله د غمشریکۍ او فاتحې کولو څخه وروسته د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندانۍ د غونډو په تالار کې نظامی او ولسی غونډې ته د وینا پر مهال پکتیا د لومړی درجه ولایت اعلانولو ترڅنګ وویل:
«دا وارې به څو اقدامات درسره شریک کړم، لومړۍ غوښتنه مو دا وه چې پکتیا لومړۍ درجه شی، وشو او دویمه غوښتنه مو دا وه چې د زرمت او غزنی سړک جوړ شی تر کار لاندې دی جوړېږی او شپږ نور سړکونه هم د یاری صاحب په پلان کې دی او په تفصیل به درسره شریک شی او درېیمه غوښتنه مو وه چې زرمت ولسوالۍ دې دوه شی نو بېګ صاحب اقدام کړی په راتلونکې یوه میاشت کې به دوه ولسوالۍ شی.»
ولسمشر زیاته کړه چې د غزنی ګردېز ترمنځ سړک، ۶ نور سړکونه، زرمت دوه ولسوالۍ کول، د صنعتی پارک چارو پیل او پکې د مسلکی چارو ښوونځی جوړول، ۴۰ ورځو کې پکتیا ته د انتقالی برېښنا رسول، د روغتون لپاره دوه نیم میلیونه ډالر ځانګړې شوې بودجه انتقال او تشکیل پوره کول، په ګردېز کې د ساحوی روغتون شروع، حلقوی سړک، مچلغو او دوه نور بندونه په دغه کال کې پیلېږی، ۳۶ نویو ښوونځیو ته به د سږ بودجې نه پیسې انتقال او کارونه به یې پیل شی، د ولایت نوی تعمیر او مېلمستون به هم جوړ شی.
ولسمشر غنی د پکتیا له ولسونو وغوښتل چې د والی په مشرۍ دې ولایتی شورا، قومی مخور او مدنی ټولنې په شریکه د نوې قوماندانۍ د جوړېدو لپاره ځای مشخص کړی او په عاجل ډول به دوی دغه پروژه پیل او بشپړه کړی:
«د پکتیا امنیه قوماندانۍ د جوړېدو لپاره بودجه د کورنیو چارو له وزیر سره شته تاسې شکایت کړی وو چې دغه قوماندانی د ښار په منځ کې ده نو تاسې فیصله وکړئ، چې چېرته یې غواړئ والی صاحب، ولایتی شورا او ټول سره کینئ فوراً به کار شروع او قوماندانی به پای ته ورسېږی.»
ولسمشر وویل دغه ټولې پروژې به سږ کال پیل او یو شمېر یې که د کومو طبیعی ستونزو او مشکلاتو پر اساس پاتې کېږی په راتلونکی کال کې به د ۹۷ کال تر پایه سر ته ورسېږی.
ولسمشر ژمنو او ورسره راغلیو د کابینې غړیو او پلاوی ته سپارښتنو پر اساس د پکتیا ولسونه، مدنی فعالان او د جلسې ګډونوال خوښ وو ویل یې، که چېرته د ولسمشر وروستۍ څرګندونې عملی شی تر ډېره بریده به یې غوښتنې پوره شوې وی، د ځوانانو پارلمان غړی شفیق الله سحر وویل:
«ولسمشر پکتیا ته په سفر کې له پکتیاوالو سره ډېرې ښې وعدې وکړې او پکتیاوال یې له څرګندونو ډېر خوشال وو او که چېرته یې دغه وعدې عملی شوې نو بیا، خو د پکتیا ستونزې هوارېږی او په خپله ولسمشر وویل چې که چېرته دا کارونه ونه شول تاسو په پاڅونونو او مدنی فعالیتونو او مبارزو سره له ما دا حق واخلئ.»
دا پکتیا ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غنی درېیم کاری سفر دی چې دغه ولایت ته یې ترسره کوی او په درې واړو سفرونو کې یې د نظامی او ملکی اداری چارواکو ترڅنګ له ولسونو سره لیدنه کړې خو داځل یې په خپل سفر کې پکتیاوالو ته د عملی کار او د متوازن انکشاف په لړ کې پکتیا ته د جدی پاملرنې خبره وکړه.

ولسمشر غنی پکتیا ولایت ته دغه سفر پر داسې مهال کوی چې د تېرې سې شنبې په ورځ په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو په ډله ییزو انتحاری حملو کې د دغه ولایت د امنیه قوماندان په ګډون ۶۰ تنه ووژل شول.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.