د سولې ټینګښت په هدف پر عملی ګامونو د سولې عالی شورا ټینګار

گزارشگر:چهار شنبه 3 عقرب 1396 - ۰۲ عقرب ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د سولې عالی شورا وایی، د سولې لپاره یوازې شعارونو نه بلکې عملی اقداماتو ته اړتیا ده.
د سولې عالی شورا د دارالانشاء رئیس سوله د افغانستان یوه مهمه اړتیا بولی وایی، د سولې د ټینګښت لپاره باید هر اړخیز کارونه تر سره شی.
اکرام خپلواک چې د سې شنبې په ورځ یې په کابل کې «د جنګ د عواملو او حل لارو» په نوم یوه کنفرانس ته خبرې کولې ټیګار وکړ چې سولې ته د رسېدو لپاره هېڅ فرصت باید له لاسه ورنه کړل شی.
نوموړی وایی، سوله باید له کوم شرط پرته حقیقت پیدا کړی:
«د دې پر ځای چې شعارونه ورکړو باید عملی اقدامات وکړو چې څنګه کولای شو لیدلوری واخلو او هغه بیا څرنګه تطبیق کړو، سوله د تسلیمېدو په معنا نه ده، دوی چې څه ډول وړاندیزونه ولری، موږ یې اورېدو ته چمتو یو.»
دی وایی، طالبان د ځینو هېوادونو او مافیایی ډلو د اهدافو د تطبیق هڅه کوی.
ښاغلی خپلواک په دغه کنفرانس کې چې د افغان سمون ټولنې لخوا جوړ شوی و، ټینګار وکړ چې مافیایی او استخباراتی ډلې باید له افغان ځوانانو غلطه استفاده ونه کړی.
دا څرګندونې داسې مهال کېږی چې وسله والو طالبانو په دې وروستیو څو ورځو کې د کابل په شمول په بېلابېلو ولایتونو کې خونړۍ حملې تر سره کړې چې ګڼو ملکیانو او پوځیانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
د افغان سمون د ټولنې غړی عبدالله صافی وایی، دوی له ۲۴ ولایتونو نه افغان ځوانان دغه دری ورځنی کنفرانس ته رابللی دی.
دا ټولنه د سولې په ټینګښت کې د ځوانانو رول مهم بولی وایی، هغه ځوان چې له کنفرانسه بېرته خپلو ولایتونو ته ګرځی د نورو ځوانانو د راټولېدو دنده ورسپارل کېږی.
د دغې د ټولنې مشر رحمت الله قریشی وایی، د دغه کنفرانس په پای کې به دوی افغان حکومت ته د سولې د ټینګښت او حل لارو هغه وړاندیزونه وسپاری چې د بېلابېلو ولایتونو ځوانان یې لری.
نوموړی زیاته کړه:
«د افغانستان په هره سیمه کې جګړو موږ اندېښمن کړی یو، خو هغه سیمې چې له ۱۵ کلونو راهیسې د اور په لمبو کې سوځی او ورځ تر بلې پکې جنګونه ډېرېږی، موږ یې ډېر زیانمن کړی یو، راځی چې ورڅخه د خلاصون لپاره لاسونه سره ورکړو.»
له دې سره له ولایتونو راغلی یو شمېر ځوانان سولې ته د رسېدو په برخه کې د افغان حکومت سیاسی اراده کمزورې بولی.
دوی د خپلو ولایتونو سلګونه داسې ستونزې بیانوی چې په وینا یې د دوی سیمې یې ناامنه کړی دی.
د هلمند ولایت یوه تن اوسېدونکی احمدشاه پاڅون وویل:
«دا چې چارواکی زموږ غږ څومره اوری او څومره پرې عمل کوی او یا ورته اهمیت ورکوی وخت به یې معلوم کړی، خو دا چې دوی مخکې هم ژمنې کړی موږ ته داسې برېښی چې ډېره تمه ونه لرو.»
له دې سره د ملګرو ملتونو د معاونیت د دفتر یا یوناما استازی دونی تیلی په افغانستان کې د سولې راوستلو په برخه کې د ځوانانو رول مهم بولی او د دغه هدف لپاره د دوی پر راټولېدو ټینګار کوی.
نوموړی وایی، جنګ د افغانستان ستونزې نه شی هوارولی او نړیواله ټولنه به د دغه هېواد د سولې لپاره هر ډول زمینه برابر کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.