د کورنیو چارو وزارت: ۷۲ زره پوځیـان د ټاکنـو د امنیت لپـاره مـوظف شـوی

- ۲۵ سنبله ۱۳۹۸

mandegarد افغانستان امنیتی ارګانونه وایی چې د ټاکنو د امنیت لپاره یې ۷۲ زره پوځیان موظف کړی.
په نږدې دوو اوونیو کې افغانان د خپل راتلونکی ولسمشر د ټاکلو لپاره رای ورکوی.
دوی په تېرو ولسمشریزو او پارلمانی ټاکنو کې هم د خوښې وړ کاندیدان وټاکل، خو د ګڼو لپاره د سر په بیه تمام شول.
د افغانستان امنیتی ادارې بیا دا وار ډاډ ورکوی چې د رای ورکوونکو د امنیت د نیولو لپاره افغان پوځیان پوره چمتو دی او دوی هم بشپړ پلان ورته نیولی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمی پرون یکشنبه په کابل کې یوه خبری کنفرانس ته وویل، څه باندې ۷۲ زره افغان پوځیان د ټاکنو د پروسې د امنیت لپاره موظف شوی.
هغه وویل چې تر انتخاباتو مخکې د انتخاباتو په ورځ او تر انتخاباتو وروسته درېیو پړاوونو ته د ښه امنیت پلان جوړ شوی او تطبیق یې روان دی.
دی وایی: «زموږ اطمینان تاسو (ژورنالیستانو) ته د افغانستان خلکو ته، د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته او قدرمنو کاندیدانو ته همدغه دی چې پولیس، دفاعی ځواک، کشف او استخبارات به له ټولو امکاناتو استفاده وکړی، تر څو وکولی شو چې په هغه شکل چې خپله د افغانستان د خلکو توقع ده، د کمېسیون توقع ده او د کاندیدانو توقع ده، په هماغه شکل د دغې مهمې، ملی او تاریخی پروسې امنیت ونیسو، ۷۲ زره افغان امنیتی او دفاعی ځواکونه د انتخاباتو امنیت ساتی.»
ښاغلی رحیمی وویل چې په دې سربېره چې دا ۷۲ زره سرتېری به په څو ورځو کې لومړۍ درجه احضارات پیل کړی، تر دېرش زرو نور اضافی پوځیان به هم د انتخاباتو د امنیت لپاره ساتل کېږی.
د یکشنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت تر څنګ د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی هم ډاډ ورکړ چې افغان ځواکونه په بېلابېلو ولایتونو کې په تصفیوی عملیاتو بوخت دی او د ده په خبره، له طالبانو یې زیاتې سیمې بېرته نیولی څو ګڼ خلک په انتخاباتو کې برخه واخلی.
د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو ویاندویانو دا هم وویل چې د افغان ځواکونو له خوا د انتخاباتو ټول حساس او غیر حساس مواد ولایتونو ته انتقال شوی او کوم ګواښ نه و ورته متوجې.
د افغانستان امنیتی ادارې داسې وخت د ټاکنو د امن ترسره کېدو لپاره خلکو ته ډاډ ورکوی چې تېرو څو ټاکنو کې هم د امنیت د نیولو خبرې شوې وې، خو ګڼ افغان ملکیان د وسله والو طالبانو او نورو وسله والو ډلو په بریدونو کې مړه او ټپیان شول.
تر ټولو وروستۍ ټاکنې د ولسی جرګې وې چې تېر ۱۳۹۷ کال د میزان په ۲۷مه وشوې.
د همدې ټاکنو په ورځ د کورنیو چارو وزارت د اعلان له مخې طالبانو نږدې ۲۰۰ بریدونه کړی وو چې پکې ۵۲ افغان ملکیان او پوځیان وژل شوی وو او ۱۲۵ نور ژوبل وو.
د ملکیانو د خوندیتوب لپاره د عدالت غوښتنې ډله بیا وایی چې د پخوانیو ټاکنو امنیت ته په کتو باورمنده نه ده چې دا وار ولسمشریزې ټاکنې له ښه امنیته برخمنې وی.
د دې ډلې مشر عزیز احمد تسل د یکشنبې په شپه ازادی راډیو ته وویل: «حکومت باید په دغسې پالېسیو باندې کار وکړی سر له اوسه چې د انتخاباتو په ورځ باندې خلک او هغه کسان چې رایه استعمالوی، د هغوی سر وساتل شی، د هغوی ګوتې پرې نه شی او ژوند یې خوندی وی، هغوی په اسانه باندې خپلې رایې وکارولی شی، پخوا چې کوم امنیت تجربه شوی، نو موږ ډېر باور نه لرو چې د افغانستان حکومت به دومره وړتیا ولری چې هغه د انتخاباتو په ورځ د ولس ساتنه وکړی او هغه کسان چې رایه کاروی، هغه خوندی کړی.»
وسله والو طالبانو چې په تېرو ټاکنو کې یې هم د شااوخوا ۴۰۰ بریدونو د ترسره کولو ادعا کړې وه، دا وار د ولسمشریزو ټاکنو په اړه خلکو ته ګواښ کړی چې له رای ورکولو ډډه وکړی.
دوی له انتخاباتو نږدې دوه میاشتې مخکې د اګست په شپږمه ویلی وو چې د ټاکنو مخه به نیسی او خپلو بریدونو ته به زور ورکوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.