«پاکستان دې د خپلو ادعاوو په اړه اسناد د درېیمګړی په وړاندې ښکاره کړی»

گزارشگر:شنبه 6 عقرب 1396 - ۰۵ عقرب ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان جمهوری ریاست د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر خواجه اصف هغه ادعا چې وایی، افغانستان او هند د پاکستان د بې ثباته کولو لپاره ګډ کار کوی بې بنسټه بولی او په کلکه یې ردوی.
اصف پرون د پاکستان د ملی اسامبلې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته د وینا پرمهال ادعا وکړه چې هند د افغانستان د استخباراتو په مرسته د پاکستان د لوېدیځو سیمو د بې ثباته کولو هڅه کوی.
د پاکستانی رسنیو د راپورونو له مخې خواجه اصف ویلی دی چې د هند استخباراتی اداره «را» RAW او د افغانستان د ملی امنیت اداره د پاکستان پرضد په ګډه کار کوی.
د افغانستان د جمهوری ریاست مرستیال ویاند نجیب ازاد دا ادعاوې په کلکه رد کړې او په ځواب کې یې وویل چې که پاکستان د خپلو ادعاوو په اړه اسناد لری نو د نړیوالو منځګړو په وړاندې دې یې ښکاره کړی.
نوموړی زیاته کړه:
«موږ هم پخوا او هم اوس حاضر یو خو هیله لرو چې پاکستان دې ته اماده شی چې هغه ادعاوې چې ګنې د افغانستان او هند استخبارات داسې کړنې کوی چې د پاکستان د حکومت او ملت لپاره خطر جوړ کړی موږ خپلې ادعاوې او دوی خپلې ادعاوې د درېیمګړی هېواد تر څارنې لاندې وړاندې کړو.»
په ۲۰۱۶ کال کې وروسته له دې چې کابل او اسلام اباد پر یوبل د لاسوهنو تورونه ولګول په لندن کې د بریتانیا په ګډون په درې اړخیزې غونډه کې موافقه وشوه چې هر هېواد چې د بل هېواد د لاسوهنو په اړه ادعا لری نو اسناد دې یې د درېیمګری هېواد په وړاندې ښکاره کړی.
همداراز وروسته په شانګهای کې هم پرېکړه وشوه چې افغانستان او پاکستان دې د خپلو ادعاوو په اړه اسناد او شواهد د امریکا او چین تر څارنې لاندې څېړنو ته وسپاری.
خو داسې ښکاری چې د افغانستان او جنوبی اسیا لپاره د متحدو ایالاتو د ستراتیژۍ له اعلان وروسته پخوانی میکانیزمونه ټول له کاره لوېدلی.
وروسته له دې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن افغانستان، پاکستان او هند ته د سفر په ترڅ کې د پاکستان پر حکومت سخت انتقادونه وکړل او ویې ویل چې له پاکستان سره مرستې به د تروریستی ډلو پرضد د دې هېواد په اقداماتو پورې مشروطې وی، پاکستانی چارواکو تُند غبرګون وښود او ښایی په ملی شورا کې د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف وینا هم د همدې غبرګونونو دوام وی.
اصف وویل، متحدایالات تراوسه هم فکر کوی چې پاکستان په افغانستان کې د امریکا پرضد له وسله والو طالبانو کار اخلی په داسې حال کې چې د ده په وینا پر افغان طالبانو د پاکستان نفوذ کم شوی او په نتیجه کې یې دې ډلې هم د خپلو مرکزونو موقعیتونه بدل کړی دی.
له ازادی راډیو سره په خبرو کې د افغانستان د جمهوری ریاست مرستیال ویاند ښاغلی ازاد وویل چې که د نړیوالو درېیمګړو په وړاندې هم د افغانستان او هم د پاکستان ادعاوې وڅېړل شی نو هلته به ولیدل شی چې څوک د چا په وړاندې څه کوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.