هلمند کېیوه پولیس خپل ۱۱ ملګری په ډزو وژلی

گزارشگر:چهار شنبه 11 حوت 1395 - ۱۰ حوت ۱۳۹۵

mandegar-3د افغانستان په سوېل کې د هلمند ولایت ویاند تایید کړې چې په یوه خونړی برید کېیوه پولیس خپل ۱۱ ملګری په ډزو وژلی دی.
عمرځواک د سه شنبې په ورځ (حوت/کب ۱۰مه) وویل؛ دا برید تېره شپه د هلمند مرکز لښکرګاهښار په دویمه امنیتی حوزه کې شوی.
ښاغلیځواک په دې اړه د نورو معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه، خو ځینو نورو سرچینو ویلی، ددې وژنو عامل د طالبانو یو نفوذی دی چې د پولیسو په لیکو کې و.
د هلمند د بُست روغتون چارواکو تایید کړې چې تر دې برید وروسته د ۱۱ کسانو مړی دغه روغتون ته وروړل شوی دی.
خو هلمند کې د پولیسویوه افسر چې نه غواړی نوم یې واخیستل شی بی بی سی ته ویلی؛ په دې برید کې۱۳ پولیس وژل شوی دی.
ځینو سرچینو بی بی سی ته ویلی؛ د پولیسو په لیکو کې د طالبانو یوه نفوذی بریدګر تېره شپه لښکرګاه کې په یوه پوځی مرکز کې پر هغو سرتېروډزې کړی چې ظاهراً دده ملګری وو.
ویل شوی چې دغه نفوذی کس تښتېدلی او له طالبانو سره یوځای شوی.
طالبانو لا په دې اړهڅه نه دی ویلی.
خپلمنځی بریدونه له ۲۰۱۲ کال راهیسې د افغانستان امنیتی او دفاعی ځواکونو ترمنځډېر شو او دا ډېروالییې په دولتی چارواکو کې اندېښنې راپورته کړې.
دغو بریدونو د نړیوالوځواکونو لیکو ته هم لاره وکړه چې تر ډېره ورته “شین پر آبی” بریدونه ویل کېږی،ځکه چې د طالبانو نفوذی کسانو د افغانستان د پوځ له یونیفورم نه کار اخلی.
شین رنګ د افغانستان د پوځ سرتېرو شنې خولۍ او آبی د نړیوالوځواکونو آبی خولۍ ته اشاره کوی.
د خپلمنځی بریدونو تر ډېرېدو وروسته، په امنیتیځواکونو کې د مخالفو اورپکو د نفوذ مخنیوی لپاره دولت سخت تدابیر په پام کې ونیول.
په لښکرګاهښار کې د پولیسو په مرکز کې د تېرې شپې برید نه داسېښکاری چې په امنیتیځواکونو د طالبانو د نفوذی کسانو شتون لا هم جدی مساله ده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.