د پاریس غونډه نیمګړې وه

- ۰۲ جدی ۱۳۹۱

په داسې حال کې چې د تېرې جمعې په ورځ د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د افغان کشالې د ښکېلو اړخونو دوه ورځنۍ غونډه پای ته ورسېده، د سولې عالی شورا وایی، چې دغه غونډه نیمګړې  وه او هغسې نه وه، چې دوی یې تمه درلوده.
د سولې د عالی شورا مرستیال مولوی عطاالله لودین ماندګار ورځپاڼې ته وویل، چې د پاریس کنفرانس یوشمېر نیمګړتیاوې او خلاوې درلودې.
هغه وویل، یاد کنفرانس اجنډا او پرېکړه لیک نه درلوده، د ټولو سیاسی ګوندونو استازیتوب په کې نه و شوی او د راتلونکې لپاره یې کوم وخت، اجنډا او ځای روښانه نه کړ، چې غونډه به چېرې او څنګه کوی.
نوموړی وایی، د بېلګې په ډول د افغانستان د اسلامی حزب چې په هېواد کې دمګړۍ یو له سترو ګوندونو څخه دی په دې کنفرانس کې ورته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې، او له بهره یې څوک استازیتوب نشی کولای او د افغان ملت د ګوند په ګډون ډېرو نورو ګوندونو ته هم په کې بلنه نه وه ورکړل شوې.
ښاغلی لودین زیاتوی، په دې غونډه کې د طالبانو له دریځ څرګندولو، د اساسی قانون د ردولو او پر نظام د نیوکو ترڅنګ یې  نور څه نلرل؛ خو زیاتوی چې د ټولو هغو ناستو هر کلی کوی، چې د سولې په اړوند جوړېږی.
هغه وویل، دې غونډې هغومره محتوا نه درلوده چې د خلکو هیله وه.
د سولې د عالی شورا مرستیال زیاته کړه، چې د سولې عالی شورا نه د پرېکړو صلاحیت لری او نه د دې لپاره جوړه شوې ده.
نوموړی وویل، دغه شورا یوازې د منځګړیتوب رول لری او د دې زمینې برابرول یې پر غاړه دی، چې دواړه لوری د سولې او مذاکرو مېز ته کېنوی، خپل شرایط لری یوازې زمینه سازی کوی.
هغه وایی، د سولې عالی شورا د دواړو لوریو څارنه هم کوی، چې د حکومت مخالفان څه وړاندیزونه کوی یا حکومت څه وړاندیزونه کوی، چې د خلکو له غوښتنو سره موافق دی کنه، یا څوک سرغړونه کوی.
ښاغلی مولوی عطاالله لودین زیاته کړه، په کار ده چې د سولې په اړوند راتلونکې جوړېدونکې غونډه چې په ترکمنستان کې جوړېږی د دې غونډې خلا په کې ډکه شی.
هغه وایی، د سولې په راتلونکیو غونډه کې دې ټول سیاسی جریانونه برخه واخلی، اجنډا دې ولری، پرېکړه لیکونه دې ولری او  په وینا یې که چېرې دغه ټولې خلاوې په راتلونکې کې ډکې شی، نو د سولې خبرو ته به ښه زمینه برابره شی.
همدارنګه د سیاسی چارو شننونکی وحید مژده له ماندګار ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، چې طالبانو د پاریس په ناسته کې ویلی چې د استبداد په لاس جوړ شوی قانو ورته د منلو نه دی او باید چې د افغانستان نوی اساسی قانون ولیکل شی.
هغه وایی، په دې ناسته کې بله مهمه خبره د سولې په برخه کې د طالبانو له لوری په خپل پخوانی دریځ ټینګار و او زیاتوی، چې طالبانو افغان ستونزه په دوو برخو وېشلې یوه یې بهرنۍ او بله یې کورنۍ ده او ټینګار کوی، چې باید لومړی یې بهرنۍ ستونزه حل شی.
نوموړی زیاته کړه، طالبانو په دې ناسته کې افغان حکومت تورن کړ، چې ګواکې د سولې لپاره منظمه تګلاره نه لری یوه ورځ یوه او بله ورځ بله کوی.
ښاغلی مژده وویل، همدارنګه طالبانو د سولې عالی شورا یوه بې واکه اداره وبلله او زیاته یې کړه، چې په دې شورا کې داسې کسان نه دی راټول شوی چې ټولو ته د منلو وړ وی.
د هغه په باور، طالبانو دا هم رد کړه چې ګواکې د نورو غلامان دی او یې ویل چې په خپلواکه توګه پرېکړه کوی.
دغه سیاسی شنناند زیاتوی، هغوی همدارنګه د سولې په اړه وړاندې شوې طرحه هم رد کړې او یوازې یې د سولې د خبرو لپاره له امریکا سره خبرې منلی، چې دوی باید له امریکا سره خبرې وکړی او پرې دا ومنی، چې له افغانستانه به وځی او کنه.
هغه وویل، طالبانو د پاریس په غونډه کې غوښتنه وکړه چې نړیواله ټولنه باید ورته د بیان ازادی ورکړی، ځکه دوی له خپل ځانه دفاع نه شی کولای او لامل یې هم د بیان ازادۍ نشتون دی.
ښاغلی وحید مژده زیاتوی، طالبان له افغان حکومت سره خبرې نه کوی او په دې برخه کې د افغان حکومت ادعا هم پر ځای ده چې طالبان ورسره خبرې نه کوی، ځکه طالبان د خبرو لوری امریکا ګڼی او غواړی له امریکا سره خبرې وکړی.

د نوموړی په خبره، په دې غونډه کې اسلامی ګوند هم له طالبانو سره په دې برخه کې همنظری ځکه و، چې په وار وار کابل ته راغلل خو کومه پایله یې ورنه کړه او هغوی هم ترېنه ناراضه ول. ښاغلی مژده وایی، چې د دې لړۍ نورې غونډې به هم وشی خو مهمه هغه به یې په ترکمنستان کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ تر سره کېږی، چې د طالبانو استازی به هم په کې برخه واخلی. هغه وویل، د طالبانو سیاسی دفتر په قطر کې دی او ټولې خبرې د هماغه دفتر له لوری تر سره کېږی نو په دې غونډه کې به هم د دې دفتر غړی ګډون وکړی.
وحید مژده وایی، تر هغې چې امریکا له طالبانو سره خبرې ونه کړی او یوې موافقې ته سره ونه رسېږی نو د سولې رسمی خبرې نشی تر سره کېدای. هغه وایی، داسې ډېرې غونډې به وشی، نظرونه به روښانه شی خو چې امریکا او طالبان خبرې ونه کړی د سولې رسمی خبرې نه شی کېدای.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.