دفاع وزارت د ناټو هغه پرېکړه وستایله چې افغانستان ته نور سرتېری لېږی

- ۱۹ عقرب ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان دفاع وزارت د ناټو د دفاع وزیرانو د هغې پریکړې هرکلی وکړی چې ټاکل شوې افغانستان ته درې زره سرتېری واستوی.
د دغه وزارت ویاند دولت وزیری د جمعې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، دغه سرتېری به کمانډو، هوایی ځواکونه او د عامه نظم او سرحدی پولیس چې تازه له دفاع وزارت سره یوځای شوی؛ وروزی.
ښاغلی وزیری زیاته کړه:
«د ناټو غړی هېوادونه او د امریکا متحده ایالات نوی سرتېری رالېږی، دا زموږ لپاره ځکه اړین دی چې د کومانډیو قول اردو، سرحدی، نظم عامه پولیس او هوایی ځواکونه ښوونې، روزنې، تقویې او بیارغونې ته اړتیا لری، نو ځکه دغو سرتېرو ته اړتیا لیدل کېږی.»
د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو د ۲۹ هېوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې پریکړه وشوه چې افغانستان ته به ۳۰۰۰ نور سرتېری لېږی.
دا په داسې حال کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اګسټ په میاشت کې اعلان کړی و چې شاوخوا څلور زره سرتېری افغانستان ته استوی څو له وسله والو طالبانو سره مبارزه وکړی.
په دې ډول به په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمېر چې تر ډېره د افغان ځواکونو د ښوونې او سلاو مشورو ماموریت پرمخ وړی له ۱۳۰۰۰ څخه ۱۶۰۰۰ ته زیات شی.
د افغانستان د ولسی جرګې د کورنی امنیت کمېسیون غړی د ناټو دغه پریکړه پرځای بولی او وایی چې افغان ځواکونه باید د ناټو ښوونې نصاب مطابق وروزل شی.
د دغه کمېسیون غړی حاجی سخی مشواڼی ازادی راډیو ته وویل، د ښوونې ترڅنګ افغان ځواکونو سلاو مشور او تجهیز ته هم اړتیا لری.
نوموړی وایی:
«دا چې افغان ځواکونو په یو سخت او بهرنی جګړه کې راښکېل دی، نو پرمختللې ښوونې او روزنې او همدا شان تجهیز ته اړتیا لری، ناټو باید افغان ځواکونو له روزنې سره په پرمختللیو وسلو سمبال کړی.»
ښاغلی مشواڼی زیاتوی، دا به ښه وی چې د ډېرو بهرنی روزونکو راتګ او دروند مالی لګښت پرځای یو شمېر افغان ځوانان په بهر کې پوځی زده کړې وکړی او بیا په خپل هېواد کې افغان سرتیرو ته روزنه وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.