په افغانستان کې د طالبانو لپاره د جګړې هېڅ پلمه نشته

گزارشگر:1 اسد 1393 - ۳۱ سرطان ۱۳۹۳

mnandegar-3یوشمېر افغان شننونکی د پخوانی طالب مشر ملا اغا جان معتصم د خبرو هرکلی کوی او وایی، چې نور په افغانستان کې د طالبانو لپاره د جګړې هېڅ پلمه نشته. ملا اغا جان معتصم په خپله تازه مرکه کې ویلی، چې له افغانستانه د امریکایی او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته طالبانو ته په دې هېواد کې د جګړې هېڅ پلمه نه پاتې کېږی.
د سولې د عالی شورا او د ولسی جرګې یوشمېر غړی وایی، طالبان تر ډېره د پاکستان د موخو لپاره د ای اېس ای په لارښوونه جګړه کوی.
د سولې د عالی شورا غړی او د سیاسی چارو شننونکی عبدالحمید مبارز ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، په افغانستان کې روانه جګړه اېډیالوژیکه جګړه نه ده، چې د جهاد په نوم د هېواد د ازادۍ لپاره ترسره شی.
هغه وایی، طالبان په روانه جګړه کې د ای اېس ای په منګلو کې دی، چې ترې د افغانستان پر وړاندې د فشار د الې په توګه ګټه اخلی، څو پاکستان په افغانستان کې خپلو موخو ته ورسېږی.
هغه د ملااغا جان معتصم د دې څرګندونو په تایید چې په افغانستان کې طالبانو ته نوره د جګړې پلمه پاتې نه ده وویل، که چېرې طالبانو ته په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو شتون د جګړې لپاره پلمه وی؛ نو اوس دې دا جګړه په سعودی عربستان او یا هم په پاکستان کې ترسره کړی، ځکه په سعودی کې هم زرګونه امریکایان شتون لری او د پاکستان شمسی هوایی اډه هم د امریکا په منګلو کې وه.
ښاغلی مبارز زیاتوی، د ملااغا جان معتصم څرګندونې مهمې دی، که چېرې د طالبانو غوږونو ته ورسېږی، له شک پرته چې هغوی به د جګړې په حقانیت پوه کړی او اغېز به پرې وکړی.
دی ملا برادر او نورو هغو کسانو ته چې د سولې پروسې ته لېواله ول، خو د پاکستان له لوری یا ووژل شوی او یا زندانیان شول، په شارې وایی، دا ښکاره کوی چې د طالبانو په رهبرۍ کې هم دغه ډول مفکوره رامنځته شوې ده.
نوموړی وایی، په طالبانو کې د دې مفکورې د پیاوړتیا او د جګړې په حقانیت پوه کولو کې ملا اغاجان ښه رول لوبولی شی.
په همدې حال کې د ولسی جرګې غړی ګل پاچا مجیدی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، تر کومه چې دوی له طالبانو سره له نېږدې اړیکې درلودې، طالبانو ته ورته ویلی ول، که چېرې امریکایان یې له  سیمې ووځی دوی به له جګړې لاس واخلی.

هغه وایی، اوس چې بهرنی ځواکونه له افغانستانه په وتلو کې دی او له کلو بانډو وتلی، طالبانو ته د جګړې هېڅ توجیه نشته. نوموړی وایی، یوشمېر هغو افغان طالبانو چې په استخباراتی شبکو پورې تړلی نه ول او یوازې د دې لپاره چې امریکا راغلې او وسلې ته یې لاس کړی و، ډېرو یې له جګړې لاس اخیستی او که نورو ته یې هم د ملا اغاجان معتصم څرګندونې ورسېږی؛ نو له شک پرته چې هغوی به هم له جګړې لاس واخلی.
د ده په خبره؛ خو هغه کسان چې لا هم په افغانستان کې جګړه کوی هغه په ای اېس ای پسې تړلی سیاسی پاکستانی طالبان دی، چې د هغوی په لارښوونه او د هغوی د اهدافو لپاره په افغانستان کې جګړه کوی.
د ښاغلی مجیدی په وینا، هر کله چې په پاکستان کې برید وشی؛ دغه طالبان یې په افغانستان کې بدل اخلی؛ چې ښه بېلګه یې د کابل پر هوایی ډګر برید دی، چې د کراچۍ د هوایی ډګر د برید په بدل کې ترسره شو.
د ولسی جرګې دغه غړی وویل، که چېرې د کلو او بانډو خلک د خپلې خاورې او سیمې د ساتلو لپاره سرتېری او افسران ور نه کړی، طالبان باید وپوهېږی چې دا خاوره څوک وساتی؛ نو هغوی باید اجازه ورکړی، چې افغان امنیتی ځواکونه خپله خاوره له پنجابیانو او نورو یرغلګرو وساتی. دی وایی، د افغان امنیتی ځواکونو په لاس کې وسله د طالب په ضد نه ده، په دې شرط چې طالبان هم وسلې پر ځمکه کېږدی او د خپلې خاورې جوړولو او ساتلو ته مټې را ونغاړی.
نوموړی هم ټینګار کوی، که چېرې د ملا اغاجان معتصم څرګندونې د طالبانو تر غوږونو ور ورسېږی؛ پر هغوی به مثبت اغېز وکړی.
د طالبانو د سیاسی کمېټې پخوانی مشر ملا اغاجان معتصم چې اوس د سولې له پروسې سره یو ځای شوی، په خپله تازه مرکه کې ویلی، چې له افغانستانه د امریکایی او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته طالبانو ته په دې هېواد کې د جګړې هېڅ پلمه نه پاتې کېږی.
هغه ویلی، د خپلې خاورې او هېواد پر وړاندې درېدل بې ګټې دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.