احمد مسعود: طالبان به هیچ تعهد خود به غیرقرارداد خود با آمریکا عمل نکرده‌اند.





باجوه: د افغانستان امن د نورو هېوادونو په پرتله د پاکستان لپاره مهم دی

گزارشگر:شنبه 27 عقرب 1396 - ۲۶ عقرب ۱۳۹۶

mandegare-3د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه وایی، په افغانستان کې امن و سوله د نورو هېوادونو په پرتله د پاکستان لپاره ډېر اهمیت لری او ټینګار کوی چې په دې لړ کې یې تر خپل وسه هلې ځلې کړی دی.
جنرال باجوه دا څرګندونې د امریکا د مرکزی قوماندانۍ له مشر جنرال جوزف ووټل سره په راولپېنډۍ ښار کې د لیدنې پر مهال کړی دی.
د پاکستانی پوځ مطبوعاتی څانګې ISPR په دې اړه د پنجشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال لړم۴۵» په یوه خپور کړی بیان کې ویلی:
“د امریکا د مرکزی قوماندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل له جنرال جاوید قمر باجوه سره په لیدنه کې د افغانستان او سیمې د امنیت، د پاکستان او افغانستان د پولې د تنظیم او په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره د پاکستان پر مثبت رول خبرې وکړې.”
د پوځ بیان د امریکایی او پاکستانی پوځی چارواکو د لیدنې په اړه په خپور کړی بیان کې کاږی:
“باجوه جنرال ووټل ته وویل چې په افغانستان کې سوله غواړی او د دې لپاره یې پر محدودیتونو سربېره اقدامات کړی دی، خو افغانستان «په ځواب کې» هغه هڅې نه دی کړی چې ورته په کار وې،ځکه چې لا هم «د کرښې له هغې خوا بریدونه» کېږی.”
جنرال باجوه په داسې حال کې د افغانستان سوله د پاکستان لپاره مهمه بللې چې افغان او امریکایی چارواکی پاکستان تورنوی چې د حقانی ډلې په ګډون د هغو ورانکارو وسله والو ډلو په ځپلو کې جدی اقدام نه کوی چې د پاکستان له خاورې پر افغانستان بریدونه کوی.
خو پاکستان بیا دا تورونه ردوی او پر خپله خاوره د ټولو ترهګرو پر ضد له توپیر پرته د جدی اقداماتو یادونه کوی او برعکس تور لګوی چې وسله وال ترهګر د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروی او له هغه ځایه پر پاکستانیو ځواکونو بریدونه کوی.
که څه هم د افغانستان حکومت لا تر دې دمه د پاکستانی پوځ د هغو تازه ادعاوو په اړه چې ګنې وسله وال بریدګر له افغانستانه ورځی او پر امنیتی پوستو یې بریدونه کوی، څه نه دی ویلی خو تر دې وړاندې یې دا ډول تورونه بې بنیاده بللی او تور یې لګولی چې وسله وال په پاکستان کې مرکزونه و پټنځایونه لری او دغه خاوره یې پر ضد کاروی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.