احمدزی: د حکومت او طالب استازو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې ګټورې تمامېدای شی

گزارشگر:دوشنبه 29 عقرب 1396 - ۲۸ عقرب ۱۳۹۶

mandegar-3ولسی جرګه په قطر کې د افغانستان د سولې د عالی شورا او طالب استازو ترمنځ د سولې په د خبرو هرکلی کوی.
د دغې جرګې دوهم مرستیال نذیر احمدزی د یکشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، که د دواړو لورو استازی مخامخ سره خبرې وکړی، دا د سولې پر پروسې مثبت اغېز درلودلی شی.
دی وایی:
“د حکومت او مخالفینو ترمنځ مخامخ ملاقاتونه هر چېرې چې وی، موږ یې هرکلی کوو، حکومت او هم ملت د سولې لاره نیولې ده، که د دواړو لورو ترمنځ مخامخ ملاقات وشی مثبت نتایج به ولری.”
که څه هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او د سولې عالی شورا د حکومت او طالب استازو ترمنځ د احتمالی خبرو په اړه بې خبری ښیی، خو د طالبانو یو پخوانی غړی وایی، تمه ده چې دغه خبرې تر راتلونکو لسو ورځو پورې، د روانې میلادی میاشتې په ۲۷مه د قطر په پلازمینه دوحه کې وشی.
پخوانی طالب چارواکی او د افغانستان د خلاصون لارې شورا رئیس سیداکبر اغا ازادی راډیو ته وویل، دی هم دغې ناستې ته وربلل شوی او ټاکل شوې چې په یاده ناسته کې په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر یو شمېر استازی هم ګډون وکړی.
نوموړی وایی:
“ټاکل شوې دغه ناسته نېږدې لس ورځې وروسته جوړه شی چې په اړه یې د سولې عالی شورا ته هم خبر ورکړل شوی، دغه ناسته کېدای شی په قطر کې جوړه شی، زه یې هم ور بللی یم، په دغه ناسته کې اته طالب غړی هم ګډون کوی.”
د وسله‎والو طالبانو ویاند ذبیح‎الله مجاهد ازادی راډیو سره په اړیکه کې په دغه ناسته کې د طالب استازو ګډون او نه ګډون نه تائید او نه هم رد کړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند او د سولې عالی شورا هم د دغې ناستې د جوړېدو په اړه بې خبری وښوده.
قطر له وسله‎والو طالبانو سره د اړیکو په مرکز بدل شوی.
خو تېر کال د افغان حکومت یوه لوړ پوړی چارواکی د نوم نه ښودلو په شرط ازادی راډیو ته ویلی و چې د افغان حکومت او وسله‎والو مخالفینو ترمنځ د قطر په پلازمینه دوحه کې لیده کاته شوی دی.
قطر له تېرو څلورو کلونو راهیسې له وسله‎والو طالبانو سره د اړیکو په مرکز بدل شوی او طالبان هلته غیر رسمی دفتر هم لری.
د چارو یو شمېر افغان کارپوهان هم وایی، د افغان حکومت او وسله‎والو طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې د سولې له بهیر سره مرسته کولای شی.
د دغو کارپوهانو له ډلې انتظار خادم په مخامخ ډول د دواړو خواو ترمنځ د سولې مقدماتی خبروته خوشبین دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.