طهماسی: چابهار بندر تر کراچۍ او بندر عباس لنډه او ارزانه لارده

گزارشگر:چهار شنبه 1 قوس 1396 - ۳۰ عقرب ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د ترانسپورټ وزارت سرپرست وایی، د کراچۍ او بندر عباس په پرتله د چابهار بندر د افغان سوداګرو لپاره ارزانه او لنډه لاره ده.
د افغانستان د ترانسپورټ وزارت سرپرست وایی، اوس افغان سوداګر کولای شی د چابهار بندر له لارې له منځنۍ اسیا، اروپا او امریکا ته خپل مالونه صادر کړی.
حمید طهماسی د سې شنبې په ورځ«۱۳۹۶کال لړم۳۰» په کابل کې خبریالانو ته وویل دغه لاره د کراچۍ او بندر عباس په پرتله د افغان سوداګرو لپاره ارزانه او لنډه ده او افغان سوداګرو ته پکې لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دی.
نوموړی زیاته کړه:
«د کراچۍ او بندر عباس په پرتله د چا بهار بندر لاره د صادراتو او وارداتو لپاره بهتره او ارزانه ده، دغه بندر افغان سوداګرو ته دا فرصت برابروی چې خپل سوداګریز مالونه په سلو کې شل فیصده ژر او همداشان هر کانټېنر له پنځه سوه تر زر ډالرو په ارزانه بیه انتقال کړی.»
د چابهار بندر د جوړېدو چارې شااوخوا یو نیم کال وړاندې د هند ایران او افغانستان د حکومتونو له لوری پیل شوې چې تېره اوونۍ د دغه بندر له لارې په لومړی ځل له هنده افغانستان ته۲۷۶ ټنه غنم صادر شول.
ښاغلی طهماسی وایی، له پاکستان سره یې ترانزیټی او ترانسپورټی ستونزې لا پرځای دی او افغان حکومت هڅه کوی چې له ترکمنستان او ازبکستان سره د ترانسپورټ او ترانزیټ په برخه کې دوه اړخیزه تړونونه لاسلیک کړی.
د اقتصادی چارو افغان کارپوهان که څه هم چا بهار د کراچۍ او بندر عباس د لارې بدیل بولی، خو وایی ځکه زیات ګټور نه دی چې واک یې د بل چا په لاس کې دی.
د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځی استاد تاج محمد اکبر ازادی راډیو ته وویل د افغانستان او ایران ترمنځ سیاسی ستونزو ته په کتو امکان لری ایران هم هغه موقف غوره کړی لکه چې اوس پاکستان غوره کړی دی.
نوموړی زیاته کړه:
«دا درسته ده چې د چابهار یوه بدیله لاره ده، خو بشپړ بدیل نه شی کېدای، که څه هم موږ له پاکستان اوایران سره ترانزیټی حقوقی ستونزې نه لرو، خو هغه سیاسی ستونزې چې افغانستان یې له دواړو هېوادونو سره لری، نو ممکنه ده چې بیا هم ورته ستونزې پیدا شی او ایران هغه موقف غوره کړی، لکه څنګه چې اوس پاکستان غوره کړی.»
د افغانستان د ترانسپورټ وزارت وایی چې د ولسمشر د حکم په اساس افغان حکومت د پاکستان د حکومت پر وړاندې ورته غبرګون ښودلی او اوس پاکستانی موټر یوازې سوداګریز مالونه تر تورخم او سپین بولدک پورې راوړلای شی.
ښاغلی اکبر ټینګار کوی چې افغان حکومت او د پاکستان حکومت دې په خپلو کې ترانسپورټی او ترانزیټی ستونزې حل کړی، څو په سیمه کې د سوداګرۍ د غوړېدای لپاره لاره هواره شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.