مشرانو جرګې د موبایل له کرډیټ کارټونو د مالیې اخیستلو فرمان تائید کړ

گزارشگر:دو شنبه 6 قوس 1396 - ۰۵ قوس ۱۳۹۶

mandegar-3مشرانو جرګې د موبایل له کرډیټ کارټونو د لس فیصده مالیې اخیستلو د فرمان په تائید سره وایی، د دغه فرمان ردېدل به د ملی بودجې د کسر لامل شی.
د مشرانو جرګې غړیو د دغه جرګې د یکشنبې د ورځې«۱۳۹۶کال لېندۍ۰۵» په عمومی غونډه کې وویل، حکومت باید د دغه مالیې د راټولولو لپاره، تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې شفاف برېښنایی سیسټم رامنځته کړی.
د دغه جرګې رئیس فضل الهادی مسلیمار وویل:
«په دې شرط چې د مخابراتو او مالیې وزارت د دغه محصولاتو د راټولو لپاره د هغه ټکنالوژۍ ژمنه چې له مجلس سره یې کړې وه تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې رامنځته او خلکو ته په دې برخه کې ډاډ ورکړی.»
د جرګې غړیو وویل که دوی یاد فرمان رد کړی نو حکومت به د بودجې په تطبیق کې له ستونزو سره مخ او دولتی عواید به هم کم شی.
د مشرانو جرګې غړو دغه شان له مخابراتی شرکتونو او د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ له وزارت نه هم وغوښتل چې د ورځنیو مکالماتو د قیمتونو د کمېدو په برخه کې هڅې وکړی.
دا خبرې داسې مهال مطرح کېږی چې یو نیمه میاشت وړاندې ولسی جرګې له کرډیټ کارټونو نه د مالیې د ګرځولو د فرمان په ردولو سره ویلی و، له دې وروسته هېڅ څوک مکلف نه دی چې له کرډیټ کارټونو لس فیصده مالیه ورکړی.
د ولسی جرګې غړیو ویلی و چې له کرډیټ کارټونو د مالیاتو د ګرځولو لپاره د یو منظم او شفاف سیسټم د نه موجودیت له امله یې دا فرمان رد کړ.
دا په داسې حال کې ده چې دوه اوونۍ وړاندې د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمی د کرډیټ کارټونو نه لس په سلو کې د مالیې د ګرځولو د سیسټم له شفافیت نه ډاډ ورکړی وو.
په ورته وخت کې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت ویاند نجیب ننګیال د مشرانو جرګې له دې اقدامه هرکلی کوی وایی چې دا سیسټم به په راتلونکو څلورو میاشتو کې جوړ شی.
نوموړی زیاته کړه:
«وزارت ژمن دی چې دا سیسټم به جوړوی او دوه میاشتې وروسته به د دې سیسټم امتحانی دوره په افغان ټیلکام کې پیل شی او دا سیسټم به په بشپړ ډول فعاله وی، د کرېډټ کارټونو نه چې کومه لس فیصده مالیه ګرځول کېږی د دې سیسټم له مخې به اخیستل کېږی.»
ښاغلی ننګیال وایی، د دې سیسټم په فعالېدو به خلک په دې ډاډه شی چې له کرېډټ کارټونو یې ګرځول شوې مالیه د دولت خزانې ته جمع شوې او دا د خلکو او حکومت دواړو په ګټه ده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.