ولسی جرګه: نـن بـه ۱۲ نومـاند وزیـران خپـل کـاری پروګـرامونه تشریـح کـړی

گزارشگر:شنبه 11 عقرب 1396 - ۱۰ قوس ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان ولسی جرګه وایی، ټاکل شوې چې نن دې جرګې ته تازه ۱۲ معرفی شوی نوماند وزیران خپلې کاری برنامې تشریح کړی.
ولسی جرګه وایی، د رئیسانو د کمېټې په غونډه کې پرېکړه شوې چې د شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۱» به نوی معرفی شوی نوماند وزیران د دغه جرګې غړو ته خپلې کارې برنامې وړاندې کړی.
د ولسی جرګې مرستیال منشی عرفان‎الله عرفان د جمعې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۰»ازادی راډیو ته وویل چې نوماند وزیران به په درېیو ورځو کې خپلې کاری برنامې وړاندې کړی او له دې وروسته به د رأیې اچونې پروسه پیل شی.
دی وایی: «راتلونکې شنبه، یکشنه او دوشنبه نوماند وزیران ولسی جرګې ته تشریف راوړی او ټاکل شوې چې سبا پنځه نوماند وزیران، بله ورځ پنځه نور او د دوشنبې په ورځ دوه تنه خپلې کاری برنامې وړاندې کړی، ورپسې موږ د رأیو صندقونو ته ځو او د رأیې ورکولو پروسه پیلوو.»
دا ۱۲ نوماند وزیران ولسی جرګې ته د باور د رأیې د ترلاسه کولو په هدف تېره شنبې د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش له لوری معرفی شول.
ښاغلی دانش د ولسی جرګې په غونډه کې وویل چې دا کسان د تجربې او لیاقت له مخې ټاکل شوی او د دې جرګې له غړو یې وغوښتل چې شرایطو ته په پام سره دوی ته د باور رأیه ورکړی.
نصیر احمد درانی د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو، مجیب الرحمن کریمی د کلیو د بیا رغونې او پراختیا، طارق شاه بهرامی د دفاع، ویس احمد برمک د کورنیو چارو، یما یاری د فواید عامې، فیض‎الله ذکی د کار ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو، مصطفې مستور د اقتصاد، حمید طهماسی د ټرانسپورټ، شهزاد ګل اریوبی د مخابراتو او تکنالوژۍ، ګل‎اغا شیرزی د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو، نرګس نهان د کانونو او پطرولیم او نجیب‎الله خواجه عمری د لوړو زده‎کړو وزارت ته د کاندید وزیرانو په توګه معرفی شوی دی.
د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د وزیرانو د معرفۍ په غونډه کې ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به د کابینې او د سترې محکمې د عالی شورا پاتې غړی هم، د باور رأیې د اخېستو لپاره ولسی جرګې ته معرفی شی.
په ورته وخت کې یو شمېرحقوقی کارپوهان وایی چې د ولسی جرګې غړی دې د وزیرانو د کاری برنامو له اورېدو وروسته معیارونه په پام کې ونیسی او بیا دې رأیه ورکړی.
له ډلې یې کبیر رنجبر ازادی راډیو ته وویل: «یو سلسله معیارونه دی چې باید جدی په نظر کې ونیول شی، مثلاً که یو کس کاندید شوی دی په خپله رشته کې لوړې زده‎کړی لری او په ورته وخت کې خرابه سابقه هم نه‎لری حد اقل ښه کاری تجربه لری نو تخصص او کاری تجربه باید خامخا په نظر کې ونیول شی.»
ښاغلی رنجبر ټینګار کوی چې د هېواد شرایطوته په کتو باید ولسی جرګه نوماند وزیرانو ته د باور رایې د ورکړې په برخه کې له ډېرې سختۍ کار وانه خلی ترڅو په وزارتونو کې د سرپرستۍ مسله ختمه او په ادارو کې د ستونزو مخه ونیول شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.