احمد مسعود: طالبان به هیچ تعهد خود به غیرقرارداد خود با آمریکا عمل نکرده‌اند.





سوپکو: له وسله‌والو د جګړې ګټل هغه وخت ممکن دی چې نشه‌یی توکی له‌منځه لاړ شی

گزارشگر:یک شنبه 12 قوس 1396 - ۱۱ قوس ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا د حکومت سرمفتش جان سوپکو له یوې امریکایی رسنۍ سره په خبرو کې په افغانستان کې د وسله‎والو طالبانو د مالی سرچینو له‎منځه وړلو باندې ټینګار کړی دی.

ښاغلی سوپکو ویلی چې د وسله‎والو طالبانو پر وړاندې د جګړې ګټل هغه وخت امکان لری چې په دې هېواد کې د وسله‎والو طالبانو ستره مالی سرچینه، یعنې مخدره مواد له منځه لاړ شی.
دی وایی: «تر هغو به د طالبانو پر وړاندې جګړه ونه ګټل شی چې مالی سرچینه یې له‎منځه ولاړه نه‎شی. جنرال نیکلسن په ډاګه وویل چې دا «مخدره مواد» د طالبانو ۶۰ سلنه عواید تشکیلوی، نو زموږ نظر دا دی چې که غواړئ د طالبانو پر وړاندې بریالی شئ باید د «مخدره مواد» پر وړاندې اقدام وکړی.»
ښاغلی سوپکو په داسې حال کې دا څرګندونې کوی چې له نېږدې دوو اونیو راهیسې په هلمند ولایت کې مخدره موادو ستر مرکزونه چې د وسله‌‎والو طالبانو د تمویل سترې سرچینې بلل کېږی د افغان او امریکایی ځواکونو تر هوایی حملو لاندې راغلی دی.
د افغان چارواکو په خبره په دې حملو کې سلګونه ټنه مخدره مواد له‎منځه تللی او د هیروئینو د تولید څو سترې کارخانې هم ویجاړې شوی دی.
په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو عمومی قوماندان جنرال جان نېکلسن هم مخدره مواد د وسله‎والو طالبانو د تمویل اصلی سرچینه بللې ده، دی ټینګار کوی چې دغه ډله د مخدره موادو له لارې ‌ډېر عواید ترلاسه کوی.
ښاغلی نېکلسن ویلی چې د افغانستان مخدره مواد په کال کې۶۰ میلیارډ امریکایی ډالر عواید لری چې۲۰۰ میلیونه ډالر یې د وسله‌‎والو طالبانو د مشرانو جېبونو ته ځی.
په ورته وخت کې د هلمند والی حیات الله حیات وایی چې د مخدره موادو د سترو کارخانو له‎منځه وړلو لپاره د افغان او امریکایی ځواکونو ګډ نظامی عملیات اوس هم دوام لری.
دی وایی: «موږ د کجکی، موسی کلا، واشېر او دیشو ولسوالیو کې د مخدرو موادو او طالبانو مرکزونه په نښه کړل او له منځه مو یوړل چې په ترڅ کې یې لسګونه ټنه مخدره مواد له منځه تللی دی. دوه شپې مخکې مو په موسی کلا کې ځانګړی عملیات لرل چې ۸،۱۲ ټنه مخدره مواد په کې له منځه لاړل.»
هاخوا د سیاسی چارو یو شمېر کارپوهان د مخدره موادو او ترورېزم پر وړاندې پر هم مهاله مبارزه باندې ټینګار کوی.
سیاسی کارپوه او په افغانستان کې د ناټو پخوانی سلاکار شفیق همدم وایی چې مخدره مواد د افغانستان له روانې جګړې سره مستقیمه اړیکه لری، ځکه نو د جګړې د ختمېدو لپاره باید له مخدرو موادو پر ضد جدی مبارزه وشی.
ښاغلی همدم که څه هم د مخدره موادو پر ضد روان عملیات ګټور بولی، خو ټینګار کوی چې افغان حکومت باید هغو بزګرو ته هم د کوکنارو د کښت بدیل ورکړی چې له مجبوریه کوکنار کری.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.