فرهنګی فعالان: د غزنی تاریخی اثار د لمنځه تلو له ګواښ سره مخ دی

گزارشگر:شنبه 18 قوس 1396 - ۱۷ قوس ۱۳۹۶

mandegar-3د غزنی ولایت فرهنګی فعالان او ځوانان پر دولت تور پوری کوی چې د غزنی فرهنګی او تاریخی اثار یې له پامه غورځولی چې زیاتره یې د له منځه تلو په حال کې دی.
د دوی له ډلې یو هم فرهنګی فعال عبدالعلی فقیری دی چې وایی، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې اوس زیات شمېر تاریخی اثار او ابدات چې په سلهاوو کلونه تاریخ لری د دولت د بېغورۍ له کبله اوس لمنځه تللی او یا هم د له منځه تلو په حال کې دی.
نوموړی وایی، که دغه اثارو ته توجو ورته وه نشی نو پاتې به هم تخریب شی.
ښاغلی فقیری وایی:
«د غزنی ولایت یو شمېر تاریخی اثار په مرکز اولسوالیو کې ورغول شوه، خو په خواشنۍ سره باید و وایم چې د دغه ولایت یو شمېر ولسوالیو کې لا اوس هم یو شمېر تاریخی اثار چې باید ورغول شی نه دی رغول شوی چې ښه مثال ګوتی بیګم ده چې په جغتو ولسوالۍ کې ده چې ۷۰۰کاله تاریخ لری او بل د امان الله خان ماڼۍ ده چې په مقر ولسوالۍ کې قرار لری چې اوس د لمنځه تلو په حال کې ده او دغه راز په اندړ او ده یک ولسوالیو کې او په مرکز کې هم تاریخی اثار شته چې د ورته برخلیک سره مخامخ دی.»
دغه فرهنګی فعالان وایی چې نه یوازې دغلته تاریخی اثار د تخریب په حال کې دی بلکې یو شمېر زورواکو په ښکاره ډول غصب کړی او دغه راز د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې نړول کېږی خو دولت ورته لاس تر زنې ناست دی.
د دغه فرهنګی فعالانو له ډلې اسدالله جلالزی ازادی راډیو ته داسې وویل:
«په غزنی ولایت کې زیات شمېر تاریخی سیمې او تاریخی ابدې او اثار اوس زورواکو خپل شخی ملکیتونه ګرځولی دی او نړوی یې.»
د غزنی ولایت ځایی خلک د تاریخی اثار په اړه دغه اندېښنې په داسې حال کې ښیی چې په دغه ولایت کې امنیتی وضعیت ورځ تربلې خرابېږی چې زیات شمېر یې په جګړو کې هم له منځه تللی دی.
د غزنی ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ځایی اداره د دغه فرهنګی فعالانو خبرې پر ځای بولی چې یو شمېر تاریخی ابدات او ثار د لمنځه تلو په حال کې دی خو دانه منی چې زور واکو غصب کړی وی.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ادارې مسؤل بشیر محمدی ازادی راډیو ته داسې وویل:
«زه د غزنی ولایت د فرهنګی فعالانو دغه خبرې دائیدوم چې د غزنی ولایت یو شمېر تاریخی اثار او ابدې روغولو ته اړتیا لری، خو موږ په تېرو څو کلنو کې شااوخوا ۳۲تاریخی اثار او ابدې رغولی دی، خو یو شمېر لاهم نه دی رغول شوی، خو موږ د هغوی سروې کړې او تاسو به ووینۍ چې ډېر ژر به یې د رغولو چارې پیل شی او بل داچې دوی وایی، دغلته تاریخی ابدات او اثار زور واکو غصب کړی وی دا زه نه منم، خو هغه په اوسنی حکومت کې نه دی غصب شوی بلکې هغه له دی مخکې حکومتونو کې غصب شوی.»
په غزنی ولایت کې شااوخوا ۳۰۰ تاریخی اثار شتون لری چې د تېرو ۱۶کلنو په درشل کې یوازې ۳۲تاریخی اثار رغول شوی چې فعالان یې تش په نوم رغول بولی.
غزنی د افغانستان د اسلامی تمدن پلازمېنه او د اولیاوو کور یادېږی او نه یوازې داچې په کور د ننه مشهور دی او مینه وال لری بلکې د هېواد نه بهر هم ښه نوم لری.
غزنی ۱۸ولسوالۍ لری چې د ارزګان، زابل، پکتیا، پکتیکا، وردګ، لوګر او بامیانو ولایتونو سره ګډه پوله لری.
د یادونې وړه ده چې نه یوازې په غزنی کې بلکې په دی ورستویو کې په ټول افغانستان کې د روانې جګړې له کبله زیات شمېر تاریخی اثار د لمنځه تلو د ګواښ سره مخامخ دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.