جنوبی اسیا ته د افغانستان له لارې د انرژۍ لېږد ته جدی کار کېږی

گزارشگر:یک شنبه 19 قوس 1396 - ۱۸ قوس ۱۳۹۶

mandegar-3افغان حکومت وایی چې له منځنۍ اسیا جنوبی اسیا ته د افغانستان له لارې د انرژۍ لېږد ته جدی کار کېږی چې افغانستان ترې ډېره ګټه اخیستلای شی.
افغان چارواکو او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د انرژۍ په یو لړ مهمو پروژو خبرې اترې کړې دی.
ولسمشر محمد اشرف غنی وایی، له ترکمنستانه د برېښنا د لېږد په اړه جدی کار روان دی او هڅه دا ده چې له منځنۍ اسیا جنوبی اسیا ته ۱۵ زره میګاواټه برېښنا ولېږدول شی.
ښاغلی غنی زیاته کړه:
«د ترکمنستان له لارې تورغونډۍ او بیا سپین بولدک ته د برېښنا په لېږد جدی کار روان دی، موږ په دې اړه نن هم د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې وکړې او په دې اړه زموږ بنسټیزه طرحه دا ده چې غواړو له منځنۍ اسیا جنوبی اسیا ته ۱۵ زره میګاواټه برېښنا ولېږدوو.»
ښاغلی غنی د شنبې په ورځ د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ په ۱۸ مه د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په ارګ کې وکتل او بیا یې د کابل د بادام باغ په سیمه کې د کورنیو تولیداتو په یوه نندراتون کې دې موضوع ته اشاره وکړه.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف د شنبې په ورځ په یوه یو ورځینی سفر له افغان چارواکو سره د لیدو کتو په خاطر کابل ته راغلی و.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال صبغت الله احمدی ازادی راډیو ته وویل چې د دغه سفر اصلی هدف په افغانستان کې د ټاپی پروژې د لومړنیو کارونو څېړنه ده.
دی وایی چې د ټاپی د ګاز لیکه د افغانستان تر پولو رسېدلې او ټاکل شوې د راتلونکې فبرورۍ په میاشت کې د ترکمنستان جمهور رئیس افغانستان ته د دغې پروژې د پرانیستې په خاطر سفر وکړی.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو پخوانی وزیر او د اقتصادی چارو کارپوه محمد امین فرهنګ وایی چې د ټاپی په نوم د ګازو او د ۱۵ زره میګاواټه برېښنا پروژې له منځنۍ اسیا د افغانستان له لارې جنوبی اسیا ته انرژی د لېږد سترې پروژې دی.
ښاغلی فرهنګ ازادی راډیو ته وویل چې که سیاسی او امنیتی وضعیت دا پروژې زیانمنې نه کړی، د سیمې سترې پروژې افغانستان په تولیدی هېواد بدلولای شی.
ښاغلی فرهنګ وویل:
«افغانستان نه یوازې د انرژۍ له دغو سرچینو استفاده کولای شی، بلکې کولای شی په افغانستان کې تولیدی صنایعو ته پراختیا ورکړی او زموږ اقتصادی بیلانس مثبت لوری ته بوځی، دا ډېرې مهمې پروژې دی.»
له دې ډلې د ټاپی پروژه پوره یو کال وړاندې د تېر ډسمبر په میاشت کې پرانیستل شوه او ټاکل شوې چې ترکمنستان د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هندوستان ته ګاز ولېږدوی.
ترکمن چارواکو ویلی چې دا ګاز لیکه په کال کې د ۳۳ میلیارده متر مکعب ګاز د لېږدلو توان لری او ټاکل شوې چې تر ۲۰۲۰ میلادی کال پورې بشپړه شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.