د انتخاباتو کمېسیون: له مکررو غوښتنو سره سره نوی کمیشنر نه دی معرفی شوی

گزارشگر:چهار شنبه 6 جدی 1396 - ۰۵ جدی ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایی چې د دوی له مکررو غوښتونو سره سره تر اوسه حکومت دوی ته نوی کمیشنر نه دی معرفی کړی.
دغه کمېسیون وایی، دوی حکومت ته د نوی کمیشنر د معرفی کولو لپاره دوه مکتوبونه لېږلی، خو تراوسه مثبت ځواب نه دی ورکړل شوی.
د دغه کمېسیون کمیشنر او ویاند ګلاجان عبدالبدیع صیاد د سې شنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د مرغومې په ۵ مه» ازادی راډیو ته وویل چې که څه هم حکومت په دې برخه کې ژمنې ورکړی، خو د رئیسنه موجودیت دوی له اداری او مالی ستونزو سره مخ کړی دی.
ښاغلی صیاد زیاته کړه:
“سره له دې چې موږ دوه ځله مکتوب استولی، خو حکومت نوی غړی نه دی معرفی کړی او طبعی ده چې د رئیس په نه موجودیت کې، د اداری پلاوی په سرپرستۍ کې په مالی او اداری برخو کې ځینې ستونزې رامنځته شوې دی.”
شااوخوا میاشت وړاندې ولسمشر محمد اشرف غنی د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس نجیب الله احمدزی د یوه فرمان پر اساس له دندې لېرې کړ.
په فرمان کې راغلی وو چې ښاغلی احمدزی د انتخاباتو د کمېسیون د کمیشنرانو په غوښتنه لېرې شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی هم د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې د کم ظرفیت د موجودیت له کبله اندېښنه ښودلې وه.
دا چې ولې جمهوری ریاست د یوې میاشتې په تېرېدو سره لاهم کمېسیون ته نوی کمیشنر نه دی معرفی کړی، همدغه پوښتنه مو د جمهور رئیس د ویاند د دفتر له سرپرست شاه حسین مرتضوی سره مطرح کړه، خو هغه په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
د افغانستان د ازادو انتخاباتو بنسټ یا فیفا بیا وایی، حکومت د هرې ورځې په تېرېدو د ښو انتخاباتو د ترسره کېدو په برخه کې فرصتونه له لاسه ورکوی.
د دغه بنسټ اجرائیوی رئیس یوسف رشید وویل:
“موږ په سرعت د ټاکنو پر لور روان یوو، خو ځینی مهم کارونه چې باید ترسره شی او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون یې لیډرشیب ولری، معلق پاتې دی او په وخت نه ترسره کېږی.”
د ښاغلی رشید په خبره، په داسې حال کې چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د رهبرۍ له پلوه له جدی ستونزو سره مخامخ دی، نو له دغه کمېسیون څخه د داسې انتخاباتو ترسره کول چې ټول منلی او شفاف وی، له ځان تېرایستنې پرته بل څه نه شی کېدای.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.