د وګړو د ثبت او احوالو مرکزی اداره: د بـرېښنـایـی تذکـرو وېش وځنـډېد

گزارشگر:سه شنبه 12 جدی 1396 - ۱۱ جدی ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د وګړو د ثبت او احوالو مرکزی اداره وایی، دوی د تذکرو د وېش لپاره بشپړ چمتووالی لری، خو ولسمشر یې باید د وېش دقیقه نېټه ورمعلومه کړی.
د افغانستان د وګړو د ثبت او احوالو مرکزی اداره وایی، د برېښنایی تذکرو وېش د ولسمشر د بوختیاوو له امله ځڼډېدلی دی.
ټاکل شوې وه چې د برېښنایی تذکرو وېش د دوشنبې په ورځ د جدی په ۱۱ مه رسماً پیل شی، خو د یادې ادارې د مسؤلینو په وینا، یادو مواردو ته په پام سره، د دغو تذکرو د وېش دقیقه نېټه به افغان ولسمشر معلوموی.
د افغانستان د وګړو د ثبت او احوالو د مرکزی ادارې ویاند روح الله احمدزی د دوشنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د مرغمې په ۱۱ مه» ازادی راډیو ته وویل، دوی له هره اړخه د دغو تذکرو وېش ته چمتووالی لری.
ښاغلی احمدزی وویل:
«له تخنیکی او فنی اړخه موږ بشپړ چمتووالی لرو چې دغه لړۍ پیل کړو، ولسمشر ته منتظر یوو چې د دوی د دفتر له خوا موږ ته مشخصه ورځ وټاکل شی.»
د افغانستان په جمهوری ریاست کې هم یوه سرچینه دا منی او وایی چې دغه نېټه به ډېر ژر اعلان شی.
د افغانستان د وګړو د ثبت او احوالو د مرکزی ادارې د معلوماتو له مخې، افغان ولسمشر محمد اشرف غنی به لومړنی کس وی چې د افغانستان برېښنایی تذکره تر لاسه کوی.
دغه اداره وایی، د برېښنایی تذکرو وېش څلور پړاونه لری، د هویتی معلوماتو راټولول، تثبیت د هویت، نوم لیکنه، بایومټریک کول او د وېش نېټه اعلانول او څلورم هم د تذکرې چاپ او وېش چې ټول دغه پړاونه به له ۱۰ ورځو زیات وخت ونیسی.
د یادې ادارې د مسؤلینو د څرګندونو له مخې، د دغو تذکرو د وېش لپاره پنځه مرکزونه موجود دی، خو په لومړیو کې یوازې یو مرکز فعالېږی.
د معلوماتو له مخې، د تذکرو ویش به له کابله پیلېږی او تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې به، دغه لړۍ تر لویو ولایتونو هم وغځېږی.
په افغانستان کې د برېښنایی تذکرو د وېش موضوع په تېرو څو کلونو کې د ولسی جرګې او حکومت تر منځ تر ټولو جنجالی موضوع وه چې په دې ورستیو کې د ملی شورا ګډې کمېتې د وګړو د ثبت او احوالو د قانون په تړاو، د ولسمشر د تقینی قرمان په تأیید سره ورته د وېش لار هواره کړه.
په ورته وخت کې د سیاسی او حقوقی چارو یو شمېر افغان کارپوهان د انتخاباتو په شفافیت کې د برېښنایی تذکرو په اهمیت ټینګار کوی او وایی، پکاره ده چې تر راتلونکو انتخاباتو پورې دغه تذکرې په لویو ښارونو کې ووېشل شی.
‎د چارو کارپوه کبیر رنجبر وایی:
«که دوی کوښښ وکړی چې په لویو ښارونو کې لکه کابل، هرات، کندهار او مزار کې چې ګڼ میشتې دی، تر راتلونکو انتخاباتو پورې برېښنایی تذکرې ووېشی، د انتخاباتو یوه برخه به شفافه او ستونزې به راکمې کړی.»
د افغانستان د وګړو د ثبت او احوالو د مرکزی اداری ویاند روح الله احمدزی وایی، د برېښنایی تذکرو د وېش په برخه کې به دوی دې مسئلې ته ډېر دقیق وی چې کوم بهرنی دغه تذکره ترلاسه نه کړی.

ښاغلی احمدزی دغه خبره په داسې حال کې کوی چې د یو شمېر راپورونو له مخې، ځینو بهرنیانو د افغانستان برېښنایی پاسپورټونه هم تر لاسه کړی وو چې بیا د سفر پر مهال پېژندل شوی او د دغه چارې د مخنیوی په هدف موضوع له افغان حکومت سره شریکه شوې وه.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.