گزارشگر:چهارشنبه 13 جدی 1396 - ۱۲ جدی ۱۳۹۶
د افغانستان برښنا شرکت ډاډ ورکوی چې ډېر ژر به په فاریاب، سرپل، جوزجان او هرات ولایتونو کې د ترکمنستان د برښنا جریان فعال شی.
د دغه شرکت د معلوماتو له مخې، ترکمنستان غواړی د ۲۰۱۸ میلادی کال په پیلېدو سره د خپلې برښنا د یو کېلو ولټ بیه چې پخوا دوه امریکایی سنټه وه، څلورو سڼتو ته پورته کړی.
د افغانستان د برښنا شرکت عملیاتی رئیس عبدالوکیل ناصری د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۲» ازادی راډیو ته وویل چې په سرپل، فاریاب، جوزجان او هرات ولایتونو کې د ترکمنستان برښنا په موقته توګه فعاله شوې او نن سې شنبه به ترکمنستان ته د یو پلاوی په سفر سره دغې ستونزې ته د هواری لار ولټول شی.
نوموړی زیاته کړه:
«د برېښنا دغه مسئله مؤقتی ده، زموږ رئیس عشقاباد ته روان دی او دغه ستونزه به هواره کړی، حکومت د درې وزارتونو نه جوړ یو پلاوی چې د برښنا د بورډ مسؤلیت لری ټاکلی، دوی هغه هېواد ته بېړنی سفر کوی او ۱۰۰ په ۱۰۰ کې دا هیله موجوده ده چې یاده ستونزه هواره شی.»
ښاغلی ناصری وویل، د ترکمنستان د برښنا له بندېدو څو ورځې مخکې افغان پلاوی د ترکمنستان له مسؤلینو سره د برښنا د بیو لوړېدل نهوو منلی چې له همدې امله، ترکمنستان په ناڅاپی توګه د افغانستان پر څو ولایتونو خپله برښنا بنده کړه.
ښاغلی ناصری دا هم وویل چې د ترکمنستان له مسؤلینو سره په لومړنیو ټیلیفونی خبرو کې هغه هېواد «ترکمنستان» حاضر شو چې د یوې میاشتې لپاره په مؤقتی توګه افغانستان ته د خپلې برښنا لېږد جاری وساتی.
د ترکمنستان برښنا د فاریاب ولایت د اقینې له بندره، فاریاب، سرپل، جوزجان او هرات ولایتونو ته تېرېږی.
د جوزجان والی مولوی لطفالله عزیزی ازادی راډیو ته وویل، که د ترکمنستان د برښنا جریان بېرته عادی حالت ته راونهګرځی، د جوزجان، سرپل، فاریاب او هرات ولایتونو د خلکو ورځنی ژوند او صنعتی فعالیتونه به له ستونزو سره مخ شی.
نوموړی زیاته کړه:
«د ترکمنستان د برښنا بندېدو د شبرغان د ښار او ولسوالیو اوسېدونکو ته ستونزې رامنځته کړی، هیله ده د برښنا بېرته وصل کېدل دوامداره وی. دلته فابریکې هم شته لکه جرق دق او خواجه ګوګردک چې په برښنا چلېږی او که برښنا نهوی ډېری کارګران بهیې اوزګار شی.»
افغانستان اوس څه باندې ۱۲۰۰ کېلو واټه برېښنا له ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او ایران نه واردوی، حال دا چې برښنا ته د دغه هېواد اړتیا څه باندې اووه زره کېلو واټه ده.
د افغانستان د برښنا شرکت د معلوماتو له مخې د دغه هېواد شااوخوا ۹۰ فیصده برښنا وارداتی ده.
Comments are closed.