ځینې وکیلان او سیاسی څېرې: حکومت کې دننه سیاسی ستونزې به ښې پایلې ونه‌لری

گزارشگر:سه شنبه 17 دلو 1396 - ۱۶ دلو ۱۳۹۶

mandegar-3د انتخاباتی کمپاینونو پر مهال د ملی وحدت د حکومت د مشرانو له‎خوا خلکو ته د ورکړل شوېو ژمنو په نه عملی کېدو د دوی اعتراف او ترمنځ یې د اختلافاتو د دوام موضوع، د ولسی جرګې او سیاسی څېرو له انتقادونو سره مخ شوې ده.
د ولسی جرګې د اداری پلاوی یو شمېر غړی وایی، په حکومت کې دننه د اختلافونو دوام او سیاسی ستونزې به ښې پایلې ونه لری.
د افغانستان د ولسی جرګې دوهم منشی عرفان‎الله عرفان د دوشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، سره له دې چې د ملی وحدت حکومت له جوړېدو درې کاله تېرېږی، خو دوی تازه دغو نیمګړتیاوو ته متوجه شوی دی.
د ده په وینا، حکومت په دغه موده کې له خلکو سره د کړو ژمنو د عملی کېدو پر ځای په خپل منځی سیاسی اختلافاتو بوخت وو.
ښاغلی عرفان زیاته کړه:
«په حکومت کې نیمګړتیاوې شته او څه چې اوس مطرح کېږی، په خواشنیۍ سره چې دا مسایل د حکومت له جوړېدو راهیسې مطرح دی، هر چا دا هڅه کړې ده چې له حکومت نه ډېر امتیازات ترلاسه کړی، دا نه یوازې د حکومت حیثیت او مقام ته زیان رسوی، بلکې د خلکو ذهنیتونه هم له حکومته اوړی.»
دا انتقادونه داسې مهال کېږی چې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د یکشنبې په ورځ د پروان د نوی والی فضل الدین عیار د معرفی کېدو په مراسمو کې وویل چې د ملی وحدت حکومت خلکو سره په کړیو ژمنو کې پاتې راغلی دی.
نوموړی دغه شان ویلی چې امنیت ورځ تر بلې خرابېږی او د دغه وضعیت دوام به خلک د دولت پر وړاندې درېدو ته اړ کړی.
ښاغلی عبدالله د ستونزو اساسی لامل د ملی یووالی حکومت د هوکړه‎لیک نه عملی کېدل ګڼلی او ولسمشر ته په اشارې سره یې ویلی چې د واک انحصار به حالات نور هم خراب کړی.
خو ښاغلی عبدالله د یادو مواردو په اړه ډېر جزئیات نه‎دی ورکړی، خو تردې وړاندې د واک د انحصار په تړاو په کابل کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پلاوی سره خپل شکایت مطرح کړی.
ازادی راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د افغانستان د جمهوری ریاست نظر هم واخلی خو ارګ ماڼۍ په‎دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم یو شمېر لوړ پوړو حکومتی مشرانو د حکومت دننه اختلافاتو ته اشاره کړې ده.
د دغو سیاسی څېرو له ډلې د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم ویلی،

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.