ښاریان: کابل ښار په دې وروستیو کې پوځی بڼه خپله کړې

گزارشگر:یک شنبه 22 دلو 1396 - ۲۱ دلو ۱۳۹۶

mandegar-3کابل ښاریان د ښار له اوسنی وضعیته شکایت کوی وایی، د دې ښار ډېرې لارې د پوځیانو لخوا تړل شوی او ملکی نقلیه وسایطو ته اجازه نه ورکول کېږی چې ځنې تېر شی.
ښاریان وایی، په دې وروستیو کې دغه ښار پوځی څېره غوره کړې، اکثره مهمې لارې او سړکونه یې پوځیانو بندی کړی دی.
دوی د شنبې په ورځ«۱۳۹۶کال سلواغې۲۱» ازادی راډیو ته وویل چې د دغو لارو او سړکونو تړل کېدو اندېښمن کړی او حکومت هم په دې اړه خلکو ته په زغرده څه نه وایی.
دوه کابل ښاریان له مکروریانو څخه د ښار مرکزی سیمې ته پلی روان وو، ازادی راډیو ته وویل چې د لارو بندېدو ورته په دغه ښار کې اوسېدل ګران کړی دی.
دوی زیاته کړه:
«۱- دا ټولې څلور لارې پوځیانو بندې کړی، موږ دې ته حیران یو چې د دوی موټر ځې راځی او نورو خلکو ته بندې دی.
۲- کاروبار ته زیان رسېدلی، ناروغانو د روغتونونو په لاره ژوند له لاسه ورکړی.»
ځینو ویل، دغه لارې او سړکونه یوازې د ملکیانو او د دوی د وسایطو لپاره تړل شوی حال دا چې د حکومت لوړ پوړو چارواکو او زورواکو ته چې د تورو ښیښو په موټرو کې ګرځی، خلاصې وی.
د کابل ښار محمود خان پُل، د شش درک سړک، مکروریانو ته تللی لارې، د مسعود څلور لارې او د سرینا هوټل ته څېرمه سړک هغه سیمې دی چې د خلکو په خبره حکومت بندې کړی دی.
د کابل پر انټرکانټیننټال هوټل، د صدارت څلورلارې ته څېرمه او د کابل ښار په لوېدیځ کې د ۱۱۱ فرقې پر یوه کنډک د وسله والو مخالفینو له حملو وروسته چې سلګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته، امنیتی ځواکونو د ښار د امنیت لپاره تدابیر شدید کړل.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ډاډ ورکوی چې کومه امنیتی ستونزه نه شته او امنیتی ارګانونه، د خلکو د لا امنیت لپاره په خپلو دندو بوخت دی.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمی له ازادی راډیو سره په خبرو کې کابل ښار ته د امنیتی ګواښونو خبرونه، د ټولنیزو رسنیو کار وباله.
خو د کابل ګارنېزیون د قوماندانۍ سرپرست جنرال افضل امان وایی، د تېرو څو ورځو امنیتی ګواښونو لپاره تدابیر نیول شوی وو، خو وایی، دغه وضعیت به ډېر ژر عادی حالت ته را وګرځی.
نوموړی زیاته کړه:
«زموږ د امنیتی راپورونو په پام کې نیولو سره، په تېرو څو ورځو کې یولړ امنیتی ګواښونه موجود وو او د دې لپاره چې خدای مه کړه د تروریستانو له اعمالو، بل وضعیت پېښ نه شی، او خلک په کې تلف نه شی، دغه تدابیرمو ونیول، خو ان شاءالله څو ساعته وروسته به دغه ستونزه هواره شی.»
په ورته وخت کې د مشرانو جرګې د امنیتی او دفاعی چارو کمېسیون د کابل ښاریانو اندېښنې پرځای ګڼی او له حکومته غواړی چې د لارو او سړکونو د بندولو پرځای دې، کشفی او استخباراتی ارګانونه فعال کړی.
د دغه کمېسیون رئیس محمد هاشم الکوزی په دې اړه ازادی راډیو ته وویل:
«دوی باید خپل کشفی ارګانونه فعال او د غفلت له خوبه ویښ کړی، د خلکو پرمخ د لارو تړل او خپل ځانونه په سمېټی دېوالونو او تیږو کې خوندی کول، د خلکو په زیان دی او دا دشرم خبره ده.»
دی تائیدوی چې د لارو بندېدل، روغتونونو ته د ناروغانو او دولتی ادارو ته د کارکوونکو رسېدل ځنډوی او عامو خلکو ته ګڼې ستونزې پیښېږی.
دی وایی، حکومت دې د ستونزو د پېښولو پرځای، خلکو ته په بېلابېلو برخو کې ښه خدمتونه ترسره کړی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان د کورنیو چارو او د دفاع وزارتونو د ملی امنیت له عمومی ریاست سره په ګډه، د کابل ښار د امنیت لپاره یو جامع امنیتی پلان چمتو او ولسمشر هم تائید کړی دی او ټاکل شوې ده چې په راتلونکې اوونۍ کې عملی شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.