احمد مسعود: طالبان به هیچ تعهد خود به غیرقرارداد خود با آمریکا عمل نکردهاند.
گزارشگر:چهار شنبه 2 حوت 1396 - ۰۱ حوت ۱۳۹۶
د افغانستان د سولې عالی شورا په هېواد کې د روانې جګړې د پای ته رسولو او د تلپاتې سولې د ټینګښت په برخه کې ولسی ملاتړ او یووالی مهم بولی.
د دغې شورا رئیس کریم خلیلی د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د کب ۰۱» په کابل کې د قومی او جهادی مشرانو او د ولایتی شوراګانو سره د سولې ملی او مشورتی کنفرانس ته وویل چې که ولس سره یو موټی شی، نو کولای شی چې هېواد له روان ناورین او ستونزو راوباسی.
نوموړی زیاته کړه چې د سولې د روان بهیر د بریالیتوب لپاره ټول افغانان باید په ګډه هڅې وکړی.
نوموړی زیاته کړه:
«سوله زموږ یوه جدی اړتیا ده او په دې اړه باید ټوله هڅه وکړو، قومی سپین ږیرو، د ولایتونو استازو او د جهاد د دورې رهبرانو راځئ یو ځل بیا لکه څنګه چې مو هېواد له یرغل نه وژغوره، ټول سره یوځای شو او هېواد له جګړې اور او وینې تویېدنې نه وژغورو.»
ښاغلی خلیلی وایی، تر کومه چې د سولې بهیر ولسی نهشی په هېواد کې د سولې هڅې کوم ځای نهنیسی.
د افغانستان د سولې عالی شورا رئیس وویل چې د دوی په نوښت به د قومی او جهادی مشرانو او د ولایتی شوراګانو سره د سولې په ملی او مشتورتی دغه کنفرانس کې چې دوه ورځې به دوام وکړی سولې ته د رسېدلو په څرنګوالی او حل لارو خبرې وشی.
کریم خلیلی پر وسلهوالو مخالفینو هم د سولې غږ وکړ او ویېویل چې جګړه د حل لاره نهده.
دا په داسې حال کې ده چې وسلهوالو طالبانو د امریکا خلکو او د امریکا سنا ته د یوه لیک په استولو سره د جنګ د درېدو او د سولې د خبرو اترو د پیل غوښتنه کړې.
بلخوا د طالبانو د رژیم د مالیې پخوانی وزیر معتصم اغا جان په دې وروستیو کې رسنیو ته ویلی چې د افغانستان د روان ناورین نه د وتو یوازنۍ لار د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د ښکېلو لورو ترمنځ سیاسی هوکړې ته رسېدل دی.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تدامیچی یاماموتو ویلی په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره به پوره هلې ځلې وکړی.
په ورته وخت کې د سیاسی چارو کارپوه ودیر صافی بیا د سولې عالی شورا هڅو ته ځکه خوشبینه نهدی چې د ده په باور طالبان دغه شورا حکومتی او دولتی بولی.
نوموړی زیاته کړه:
«د سولې عالی شورا که خپل فعالیتونه هر څومره زیات کړی او له رهبرانو او مشرانو سره وګوری، نو فکر نهکوم چې دوی د حکومت د وسلهوالو مخالفینو سره کومې نتیجې ته ورسېږی، ځکه چې دا شورا د هغوی له نظره حکومتی او دولتی شورا ده.»
ښاغلی صافی وایی، تر کومې چې د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اترو او مذاکراتو لپاره یو بېپرې ادرس رامنځته نهشی د سولې لپاره روانې هڅې کومه نتیجه نهورکوی.
Comments are closed.