مخابراتو وزارت: له ترکمستانه افغانستان ته د نوری فایبر د لېږد چارې پیل شو

گزارشگر:سه شنبه 15 حوت 1396 - ۱۴ حوت ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت وایی، له ترکمنستانه افغانستان ته د نوری فایبر د غځولو چارې پیل شوې دی.
دغه وزارت وایی، له ترکمنستانه د نوری فایبر پروژې په عملی کېدو سره به، د انټرنیټی خدماتو په وړاندې کولو کې، ډېر بدلونونه راشی.
د دغه وزارت سلاکار خان زمان امرخېل د دوشنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د کب په ۱۴ مه» ازادی راډیو ته وویل، د دغې پروژې عملی کار پیل شوی او بشپړېدو سره به، د انټرنیټی خدماتو ستونزه هواره شی.
نوموړی زیاته کړه:
«که چېری دغه پروژه په دقت او په خپل وخت بشپړه شی، په هېواد کې د فیبر نوری لپاره قوی ملاتړ دی او دا په دې معنی دی، هرکله چې فایبر له ترکمنستانه انتقالېږی، قطعه به نشی او دغه پروژه موږ ته ډېره مهمه ده.»
د نوری فایبر دا پروژه د ټاپی پروژې سره یوځای له ترکمنستانه افغانستان ته انتقالېږی چې نیمروز، هرات، کندهار او هلمند ولایتونه تر پوښښ راولی.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت په وینا، دغه پروژه به نورو ولایتونو ته هم انټرنیټی اسانتیاوې برابرې کړی.
تردې وړاندې افغانستان له چین سره هم د نوری فایبر پروژه لاسلیک کړې او دغه پروژه چې له بدخشان څخه تېرېږی، دغه هېواد به د معلوماتو په ټرانزیټی مرکز بدل شی او د عوایدو په ډېرېدو سره به د انټرنیټی خدماتو بیه هم کمه شی.
د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت په وینا، افغانستان دا مهال په پام کې لری چې له تاجکستان او قرغزستان څخه هم نوری فایبر افغانستان ته انتقال کړی چې په دې سره به تر راتلونکو پنځو کلونو پورې ۹ نورو ولایتونو ته هم انټرنیټی اسانتیاوې برابرې شی.
یوشمېر اقتصادی کارپوهان له ترکمنستانه افغانستان ته د نوری فایبر انتقال له اقتصادی پلوه ګټور ګڼی.
د کابل پوهنتون استاد سیف الدین سیحون وایی، د دې پروژې په عملی کېدو سره به تر یوه حده د فساد مخنیوی وشی او د دولت عواید به میلیاردونو ډالرو ته پورته شی.
ښاغلی سیحون وایی:
«افغانستان د دې وړتیا لری چې د انټرنیټی خدمتونو له لارې، خپل عواید زیات کړی، دا په دې معنی چې که چېرې د اعتماد ورکونې او کرېډټی سیستم له لارې د خلکو عواید د خلکو له خوا دولت ته انتقال شی، ۵۰ تر ۶۰ سلنه د دولت عواید زیاتېږی چې دوه نیم تر درې میلیارده ډالر کېږی او دا د بودجې د تمویل ډېره ښه سرچینه ده.»
خو له دې سره سره په دغه هېواد کې د انټرنیټی خدمتونو چټکیا د خلکو له انتقادونو سره مخ شوې چې اوس یې د ملی شورا یو شمېر غړی هم تأییدوی.
په ولسی جرګه کې د خلکو استازې ذکیه سنګین وایی، دا مهال انټرنیټی خدمتونه په ځانګړی ډول د دغو خدمتونو چټکتیا د کابل په ګډون د افغانستان په اکثرو نورو ښارونو کې هم ستونزې لری او په ډېرېو ولایتونو کې خلک ان دغه خدمتونو ته لاسرسی هم نه لری.
نوموړې هیله ښیی چې له ترکمنستانه افغانستان ته د نوری فایبر د پروژې په پېدلېدلو سره دا ستونزې هوارې شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.