چارواکی: د نـوروز جشن به پـه امن فضـا کې ولمـانځـل شـی

گزارشگر:یک شنبه 27 حوت 1396 - ۲۶ حوت ۱۳۹۶

mandegar-3د پسرلی په راتلو او د ګل سرخ مېلې د موسم په را نېږدې کېدو سره د بلخ ولایت چارواکی د نوروز د جشن د لمانځنې لپاره له بشپړ چمتووالی خبر ورکوی.
د بلخ د پولیسو ویاند شیر جان درانی وایی چې د نوروز جشن د لمانځنې لپاره هر ډول تیارۍ نیول شوی او د امنیتی چارواکو په خبره چې ۴ زره پوځیانو ته مسؤلیت سپارل شوی، ترڅو د نوروز د جشن د مراسمو امنیت تامین وساتی.
د درانی په خبره چې د پولیسو ترڅنګ، د ملی اردو او ملی امنیت ځواکونه هم د نوروز د جشن د ښې لمانځنې لپاره امنیتی ګزمې او چک پاینټونه لری.
د بلخ د پولیسو ویاند شیر جان درانی یې په اړه وایی:
« ګډ امنیتی ځواکونه هڅه کوی چې د نوروز د جشن امنیت خوندی وساتی، پولیس او نور امنیتی ځواکونه هر ډول تیاری لری، موږ هره ورځ چېک پاینټونه جوړوو او تلاشی ترسره کوو او ډاډ ورکوو چې د نوروز جشن به په امن فضا کې لمانځل کېږی. «
د پولیسو په خبره چې بلخ ولایت ته غځېدلو لویو لارو کې د شپې او ورځې امنیتی ګزمې ترسره کېږی او علاوه پر دې چې هیچا ته اجازه نشته چې مزار ښار ته له وسلو سره داخل شی، دننه په ښار کې هم سیار چېک پاینټونه فعال دی.
د مزارشریف اوسېدونکو هم د نوروز د جشن د لمانځنې په منظور، لازمې تیارۍ نیولې دی.
د مزارشریف اوسېدونکی هر کال سره له دې چې د نوروز جشن د ښه لمانځنې په خاطر کورونه پاکوی، هفت مېوه او هفت سین جوړوی، د سخی زیارت د زرګونه تنو له کوربه توب سره یوځای، د نوی کال رارسېدو ته شېبې شماری.
د مزارشریف یو اوسېدونکی حاجی اسد یې په اړه وایی:
« د مزارشریف خلک د نوروز د جشن لمانځنې ته خاص تیاری لری، دوی د زرګونه کسانو کوربه توب کوی او په تمه دی چې کله د سخی زیارت جنډه پورته کېږی، د مزار ښار په ګلونو پوښل شوی، امنیت ښه دی او خلک هم د نوی کال د لوړۍ ورځې لپاره هفت سین تیاروی. «
په مزارشریف کې رسم او رواج داسې دی چې د نوروز د لوړۍ ورځې له رارسېدو دمخه، د کوژده شویو هلکانو کورنۍ باید د خپلې ناوې کور ته پاخه شوی کبان، زلوبۍ او جامې یوسی چې یادې مسئلې اوس مهال په مزارشریف ښار کې د کب پلورنکو او بزازانو بازار ګرم ساتلی دی.
د مزارشریف دوه تنه هټۍ وال یې په اړه وایی:
« زما نوم غلام سخی دی، زه کبان خرڅوم، زمونږ بازار ډېر ګرم دی، ځکه چې نوروز نېږدې دی، نسبت پخوا ته زموږ خرڅلاو زیات شوی او د خلکو تقاضا هم زیاته ده، ځکه چې کوژده شوی کسان د خپلې کوژدنې کور ته نوروزی وړی. «
« قیس یم، د مزار شریف په اصغری مارکېټ کې د جامو هټۍ لرم، بازار مو ډېر ښه دی، نسبت پخوا ته زمونږ جامې ډېرې خرڅېږی او علت یې دا دی چې نوروز په راتلو دی او کورنۍ جامې نوروزی ته اخلی. «
په همدې حال کې د بلخ د اطلاعتو او کلتور ریاست سره له دې چې د نوروز د جشن د لمانځنې لپاره له فرهنګی تیاریو خبر ورکوی، خو وایی چې د بلخ په ټولنه کې د نوروزۍ وړل او راوړل د کوژده شویو ځوانانو ترمنځ یو ناوړه دود دی او باید له منځه ولاړ شی.
د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو مشر عطا محمد ساهو یې په اړه وایی:
« مونږ د نوروز د جشن د لمانځې لپاره هر ډول چمتووالی او تیارۍ لرو، خو د کورنیو له خوا او د ځوانان ترمنځ د نوروزۍ د وړلو مسئله واقعاً یو ناوړه دود دی، اوس مهال زمونږ ټولنه کې فقر زیات دی او دا د کوژده شویو ځوانانو کورنیو ته یوه لویه اقتصادی ضربه ده. «
د مزارشریف ځینی ځوانان هم د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسؤلان له خبرو سره هم نظره دی، دوی هم غواړی چې د کوژده شویو ځوانانو ترمنځ د نوروزی د وړلو فرهنګ چې د هغوی کورنیو ته یوه اقتصادی صدمه شمېرل کېږی، د وخت په تېرېدو سره له منځه ولاړ شی.
مدینه او نعیم د مزارشریف ښار دوه تنه ځوانان یې په اړه وایی:
« مدینه هوتخېل یم، د مزارشریف اوسېدونکې، داسې کورنۍ هم شته چې ماهیان، جامې او نور خوارکی توکی د خپل زوی د کوژدنې کور ته د نوروزی په توګه استوی او پر هغوی ډېر زیات مصرف راځی، دا د دوه ځوانانو چې راتلونکی کې مشترک ژوند جوړی، اقتصادی وضعیت ته صدمه رسوی. «
« زما نوم نعیم دی، د نوروز خوښی دې ولمانځی، دا ډېر ښه کار دی، خو باید یاده کړم چې د زیاتو مصارفو ترسره کول او د نوروزی وړل، د افغانی عرف خلاف عمل دی. «
د نوی لمریزی کال پیلېدو ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دی او د بلخ د ښاروالۍ د مسؤلانو په خبره چې د ۱۳۹۷ لمریز کال د نوروز جشن ته له ۵۰ زرو څخه ډېر مېلمانه له نورو سیمو څخه بلخ ته راغلی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.