اروپایی ټولنې په افغانستان کې د فساد مخنیوی لپاره په ۳ برخو کې کمپاین کوی

گزارشگر:سه شنبه 14 حمل 1397 - ۱۳ حمل ۱۳۹۷

اروپایی ټولنه وایی، په افغانستان کې د اداری فساد پر وړاندې تېر کال د پام وړ کار شوی، خو لا هم موجوده فساد د دغه هېواد پراختیایی پروګرامونو په وړاندې خنډ دی.
اروپایی ټولنې په افغانستان کې د فساد د مخنیوی لپاره په درېیو برخو کې عمومی کمپاین پیل کړی دی.
د پراختیا، خصوصی سکتور او د انتخاباتو په برخو کې د فساد د مواردو څېړل هغه څه دی چې اروپایی ټولنه غواړی سږ کال ورته د حکومت، مدنی ټولنو، خلکو او نړیوالې ټولنې پام واړوی.
په افغانستان کې د اروپایی ټولنې ویاند عبدالله یادګاری ازادی راډیو ته وویل، د اروپایی ټولنې موندنې ښیی چې په افغانستان کې تېر میلادی کال د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ښه اقدامات کړی، خو لا هم فساد د افغانستان ثبات او پراختیا ګواښی.
نوموړی وایی:
“تېر کال «۲۰۱۷» کې د فساد سره د مبارزې په برخه کې ښه اقدامات شوی دی، خو اروپایی ټولنه غواړی چې په دې برخه کې نور کارونه هم ترسره شی، اروپایی ټولنه په‎دې باور ده چې که فساد وی، د پراختیا لپاره د افغان حکومت هدف له ستونزو سره مخ کوی.”
دا ټولنه وایی، د فساد پر وړاندې د مبارزې د عدلی مرکز جوړول، په‎دغه مرکز کې د ځینو قضیو څېړل او د فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره د ستراتیژۍ جوړول په یاده برخه کې د افغان حکومت د پام وړ اقدامات دی.
د اروپایی ټولنې سږنی کمپاین د رسنیو، ټولنیزو سایټونو او د پیغامونو د خپرولو له لارې پیل شوی چې درې اوونۍ به دوام وکړی.
دا په‎داسې حال کې ده چې د شفافیت نړیوال سازمان وروستۍ راپور ښیی چې افغانستان که څه هم د فساد په درجه‌بندی کې ښه شوی، خو لا هم د ۱۵ امتیازونو په لرلو سره د نړۍ په څلورو فاسدو هېوادونو کې شمېرل شوی دی.
۲۰۱۷ کې د فساد سره د مبارزې په برخه کې ښه اقدامات شوی.
په ورته وخت کې د فساد پر وړاندې د مبارزې افغانی شبکه وایی، د فساد سره مبارزه، که هغه په هره کچه وی، اغېز لری، خو نړیوالو ټولنو ته ښیی چې د کمپاین په کچه له دغو لومړنیو هڅو راووځی.
د دغې ټولنې مشر خان زمان امرخېل ازادی راډیو ته وویل:
“کمپاینونه هم ګټه کوی، خو د دې تر څنګ باید نور کارونه هم وشی، لکه د فساد سره د مبارزې یوه برخه افشاګری ده چې مفسدین ښکاره کړی. دغه نړیواله ټولنه که په‎دې ډول کمپاین پیل کړی چې مفسدین وښیی او په وړاندې یې مبارزه وکړی؛ ګټه کوی ځکه افغانان ښایی له دغو مفسدینو او جنګ سالارانو وډار شی.”
اروپایی ټولنه بیا وایی چې له افغان حکومت سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کوی.
ښاغلی امرخېل وایی، په افغانستان کې د فساد سره مبارزه هغه وخت بریالۍ کېدای شی چې ټولې ګمارنې د وړتیا له مخې وی، د اروپایی ټولنې په څېر نړیوالې ټولنې د افغان حکومت ښه کارونه وستایی او د هغو مفسدینو په نیولو کې مرسته وکړی چې له قانونه په تېښته کې دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.