ولسمشر غنی: دولتی مامورین باید په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه وکړی

گزارشگر:شنبه 1 ثور 1397 - ۳۱ حمل ۱۳۹۷

mandegar-3ولسمشر اشرف غنی د راروانو انتخاباتو د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې د بهیر د چټکولو لپاره امر کړی چې ټول دولتی مامورین دې له خپلو کورنیو سره د رأیې ورکولو کارتونه ترلاسه کړی.
یوه اوونۍ وروسته له دې چې په مرکز او ولایتونو کې د ولسی جرګې او ولسوالیو د شوراګانو په انتخاباتو کې د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر پیل شو، ویل کېږی چې په دې ملی پروسه کې د خلکو د ګډون کچه ډېره کمه ده.
د افغانستان د انتخاباتو مسؤل چارواکی په دې باور دی چې د خلکو د هڅولو لپاره پراخ کمپاین به مرسته وکړی چې په دې بهیر کې د خلکو د ګډون کچه لوړه شی او ډېر خلک د رأیې ورکولو کارتونه واخلی.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مالی او اداری مرستیال معاذالله دولتی تېره شپه ازادی راډیو ته وویل چې پرون پنجشنبه د دې کمېسیون چارواکو د حکومت له مشرانو سره په دې اړه خبرې وکړې.
ښاغلی دولتی زیاته کړه:
«د حکومت له مشرانو، د سولې د عالی شورا او د حج او اوقافو وزارت له مشرتابه سره مو ولیدل او غوښتنه مو ترې وکړه چې د والیانو، د عالمانو د شوراګانو او د سولې د عالی شورا له خوا پراخ ملی کمپاینونه پیل کړی، څو د انتخاباتو پر بهیر د خلکو اعتماد زیات شی او له دې ملی پروسې سره مرسته وکړی، د رأیې ورکولو لپاره خپل نومونه ثبت کړی، څو د انتخاباتو په ورځ له خپل دې حق څخه محروم نشی.»
ولسمشر اشرف غنی د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له مشر او غړو سره له پرونۍ کتنې وروسته د هېواد ټولو والیانو ته امر وکړ، څو دولتی مامورینو ته لارښوونه وکړی چې په راروانه اوونۍ کې له خپلو کورنیو سره یوځای د نوم لیکنې مرکزونو ته ولاړ شی او د رأیې ورکولو د کارتونو د ترلاسه کولو لپاره خپل نومونه ثبت کړی.
ښاغلی غنی د حج او اوقافو وزارت ته هم سپارښتنه کړې چې د جوماتونو ملاامامانو ته ووایی، څو د جمعې د لمانځه په خطبو کې خلک د رأیې ورکولو د کارتونو اخیستو ته وهڅوی.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکی په دې باور دی چې د امنیتی ګواښونو او په تېرو انتخاباتو کې د سرغړونو او درغلیو د ادعاوو له کبله، خلک پر انتخاباتو بې باوره شوی، خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مالی او اداری مرستیال معاذالله دولتی ډاډ ورکوی چې دوی به تر وسې وسې هڅه وکړی چې سږنی انتخابات شفاف او عادلانه وی.
دی وایی:
«د شفافو انتخاباتو یوه لاره د رأیې ورکوونکو د نومونو د فهرست برابرول دی، په نوې طریقه او د تذکرې پر بنسټ د فهرست له جوړولو سره به نور نو په انتخاباتو کې له خیالی فهرستونو سره مخامخ ونه اوسو، بلکې دقیق ارقام به ولرو او ډاډه به یوو چې په ولایتونو، ولسوالیو او ټول هېواد کې د رأیې ورکولو په شرایطو برابر څومره کسان لرو او د رأیې ورکولو مرکزونو ته به د ثبت شویو کسانو د شمېر پر اساس، رأیې پاڼې واستول شی.»
د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر د شنبې په ورځ په پلازمېنه او ولایتونو کې پیل شو او ټاکل شوې چې یوه میاشت به دوام وکړی.
دا بهیر به وروسته په ولسوالیو کې هم عملی شی.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، تردې دمه شااوخوا سل زره کسانو د رأیې ورکولو د کارتونو د ترلاسه کولو لپاره خپل نومونه ثبت کړی دی.
د ولسی جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات د روان کال د تلې یا میزان په ۲۸ مه په پام کې دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.