احمد مسعود: طالبان به هیچ تعهد خود به غیرقرارداد خود با آمریکا عمل نکرده‌اند.





د ښوونځیو د امنیت په اړه د افغانستان د پوهنې وزارت اندېښنه

گزارشگر:چهارشنبه 12 ثور 1397 - ۱۱ ثور ۱۳۹۷

mandegar-3د افغانستان پوهنې وزارت په ښوونځیو کې د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې د مرکزونو د امنیت په اړه اندېښنه ښیی.
دغه وزارت وایی، په ښوونځیو کې یې د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې د مرکزونو د امنیت په اړه یې خپله اندېښنه د کورنیو چارو له وزارت سره شریکه کړې ده.
د دغه وزارت د خپرونو مسؤل کبیر حقمل د سې شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې، که په ښوونځیو کې د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې فعاله مرکزونه پوهنیز بهیر له خنډ او ستونزو سره مخ کړی، نو دوی به په دې اړه پرېکړه وکړی.
دی وایی:
«که زموږ د ښوونځیو امنیت له ستونزو سره مخ کېږی، نو د پوهنې وزارت دا حق لری چې په شوې هوکړه له سره کتنه وکړی، خدای دې وکړی چې دا حالت ډېر خراب نشی، اوس هم موږ هر څه څارو چې که وضعیت خرابېږی، نو د پوهنې وزارت اړ دی چې خپله پرېکړه وکړی.»
ښاغلی حقمل وایی، په دې برخه کې د ولسمشر حکم دا دی چې د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې د مرکزونو امنیت ته دې جدی پاملرنه وشی.
دا په داسې حال کې ده چې د نوم ‌لیکنې اکثره مرکزونه په ښوونځیو او جوماتونو کې جوړ شوی چې دې مسئلې خلک خورا زیات اندېښمن کړی دی.
د تېرې یکشنبې په ورځ د کابل د دشت‎ برچی سیمې په یوه ښوونځی کې چې د رأیې ورکولو مرکز په ‎کې و، په یوه انتحاری حمله کې ۶۰ کسان ووژل شول او نېږدې ۱۳۰ نور ټپیان شول.
په افغانستان کې د نومونو د ثبت او د تذکرو د وېش پر مرکزونو د حملو دوام په را روانو ټاکنو کې د خلکو د ګډون په اړه اندېښنې زیاتې کړې دی.
د رأیې ورکوونکو د نومونو د ثبت پر مرکز وروستۍ حمله څو ورځې وړاندې په جلال‎اباد کې وشوه.
په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې او تذکرو د وېش د مرکزونو د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکوی او په دې اړه د جدی هڅو خبره کوی.
د دغه وزارت ویاند نجیب دانش په دې اړه ازادی راډیو ته داسې وویل:
«موږ په پوره توان سره هڅه کوو چې د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې او تذکزو د وېش د مرکزونو امنیت ټینګ کړو، څو دښمن ونه توانېږی چې حملې وکړی، په دې برخه کې موږ د ټولو خلکو په ځانګړې توګه، د پوهنې وزارت همکاری غواړو.»
د افغانستان د ولسی جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات د تلې یا میزان د میاشتې په ۲۸مه په پام کې دی.
په ورته وخت کې د پوهنیزو چارو کارپوه صدیق پتمن وایی، که د افغانستان پوهنیز بهیر د امنیتی او انتخاباتی مسایلو له امله اغېزمن شی، نو د هېواد راتلونکی به له ننګونو سره مخ وی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.