ارګ له ترورېزم سره د امریکا او روسیې د ګډې مبارزې له وړاندیزه هرکلی کوی

گزارشگر:دو شنبه 17 ثور 1397 - ۱۶ ثور ۱۳۹۷

mandegar-3د افغانستان جمهوری ریاست په افغانستان کې د ترورېزم پر وړاندې د امریکا او روسیې د ګډې مبارزې له وړاندیزه هرکلی کوی.
په افغانستان کې د نیابتی جګړې له اندېښنو سره همهاله ښایی دا لومړی ځل وی چې یو لوړ پوړی امریکایی چارواکی په افغانستان کې د واشنګټن او مسکو د کډ کار خبره کوی.
د افغانستان جمهوری ریاست وایی، ترورېزم نه یوازې د افغانستان، بلکې د ټولو هېوادونو ګډ دښمن دی او پر وړاړندې یې مبارزه هم باید په ګډه وشی.
د جمهوری ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوی د یکشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې یوازې دولت په دولت اړیکې او همکاری کولای شی چې په سیمه کې د ترورېزم ګواښ کم او یا له منځه یوسی.
نوموړی وویل:
«له ترورېستی ډلو سره هر ډول تماس نه یوازې دا چې له امنیت سره مرسته نه کوی، بلکې ګواښونه نور هم ډېرولای شی، موږ تمه لرو چې هېوادونه د دولت په دولت د همکاریو په زیاتېدو سره، په دې برخه کې مسؤلانه چلند وکړی، تر ټولو مهمه دا چې په دې برخه کې د هېوادونو همغږی خورا مهم رول لرلای شی.»
دا په داسې حال کې ده چې تازه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومی قوماندان جنرال جان نیکلسن ویلی چې امریکا او روسیه کولای شی چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزه پرمخ یوسی.
نیوز ویک مجلې د ښاغلی نیکلسن له قوله ویلی چې مسکو او واشنګټن کولای شی چې خپل اختلافونه یوې خواته کړی او په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد په روانه جګړه کې ونډه واخلی.
که څه هم جنرال نیکلسن په افغانستان کې د روسې او امریکا د ګډ کار خبره کړې، خو تر دې وړاندې ګڼو امریکایی چارواکو ادعا کړې چې ګواکې روسیه په افغانستان کې له طالبانو ملاتړ کوی، خو روسیې بیا دا ډول ادعاوې بې بنسټه بللې دی.
د افغانستان د ملی اردو پخوانی لوی درستیز شېر محمد کریمی هم په افغانستان کې د جنرال نیکلسن له خوا د امریکا او روسیې د ګډ کار وړاندیز غوره ګڼی او وایی:
«که له روسیې سره ملګرتیا کوو، امریکا خفه کېږی او که له امریکا سره یې پالو، روسیه خفه کېږی، نو له دواړو سره دوستی زموږ په ګټه ده، که دوی دواړه په رښتیې توګه دا پرېکړه وکړی چې د افغانستان په مسایلو کې د خیر ښیګڼې په پام کې نیولو سره ګډ کار کوی، دا ډېره ښه خبره ده.»
د روسی اژانسونو د راپورونو له مخې، تازه د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مرستیال اولیک سیرمولوتوف اندېښنه څرګنده کړې او ویلی یې دی، د افغانستان شمالی سیمې د نړیوالې ترهګرۍ په مرکز د بدلېدلو په حال کې دی.
ښاغلی کریمی وایی چې روسیه په افغانستان کې د روانې جګړې او په ځانګړی ډول، د داعش او یا د اسلامی دولت نومې ډلې له فعالیت او حضوره اندېښنې لری او تر کومه یې چې دغه اندېښنې لېرې شوی نه وی، ښایی په افغانستان کې له امریکا سره ګډ کار کولو ته زړه ښه نه کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.