دفاع وزارت: د افغانستان لپاره د امریکا د ولسمشر ستراتېژی تر اوسه ګټوره وه

گزارشگر:چهارشنبه 19 ثور 1397 - ۱۸ ثور ۱۳۹۷

mandegar-3د امریکا د یو شمېر پخوانیو چارواکو له څرګندونو وروسته د افغانستان دفاع وزارت وایی، د افغانستان او جنوبی اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ له اعلان وروسته، افغان پوځیان توانېدلی چې له ترورېزم سره په جګړه کې ښه پرمختګ وکړی.
د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غویی ۱۸» ازادی راډیو ته وویل، د افغانستان دفاعی او امنیتی ځواکونه د امریکا متحده ایالاتو په همکارۍ د دولت وسله‎والو مخالفینو په ځانګړی ډول داعش او طالبانو ته په ډېرو برخو کې ماتې ورکړې.
د نوموړی په وینا د ټرمپ ستراتېژی تر اوسه ګټوره وه.
دی وایی:
«دا تګ‎لاره په افغانستان کې ګټوره ده، خو پاکستان په‎دې کې پاتې راغلی او متحده ایالات د پاکستان پر وړاندې خپل دریځ نیولی. د ډیپلوماتیکو، سیاسی او نظامی لارو پر پاکستان فشار راوړی چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره پاکستان باید چمتو شی، خو پاکستان لا تر اوسه په‎دې برخه کې چمتو شوی نه‎دی.»
دا په داسې حال کې ده چې د ځینو رسنیو د راپورونو پر اساس لسګونه امریکایی محققینو، پخوانیو سیاسی او پوځی چارواکو په خپل کلنی راپور کې ویلی، د افغانستان او جنوبی اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ اعلان او د پاکستان پر وړاندې فشارونه په افغانستان کې د جګړې په جغرافیې او د اسلام‎اباد په سیاست کې هېڅ ډول بدلون نه‎دی راوستی.
دغو پخوانیو امریکایی چارواکو همدارنګه ویلی، ممکن افغان ځواکونه د امریکایی پوځیانو په ملاتړ تر خپل کنټرول لاندې سېمې وساتی، خو د طالبانو د حملو شدت به په ځینو سیمو کې ادامه پیدا کړی.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان او جنوبی اسیا لپاره خپله ستراتېژی د تېر لمریز کال په سنبلې میاشت کې اعلان کړه.
د امریکا ولسمشر د دغې ستراتېژۍ د اعلان پر مهال افغانستان ته د امریکایی ځواکونو د لېږلو او ایستلو په تړاو څه ونه‌ویل، خو پاکستان ته په خطاب کې یې وویل چې باید له ترورېزم سره په مبارزه کې همکاری وکړی.
د ښاغلی ټرمپ په وینا هېواد به‌یې د افغان حکومت او پوځیانو ملاتړ ته دوام ورکړی او همدارنګه ټینګار یې وکړ چې پاکستان باید د ترورېستانو د پټن‎ځایونو په اړه غلی پاتې نه‎شی.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ۲۰۱۸ میلادی کال د جنورۍ د لومړۍ نېټې په پیغام کې چې په ټویټر کې یې ویلی چې امریکا په تېرو ۱۵ کلونو کې ۳۳ میلیارده ډالره مرسته کړې، خو پاکستان د درواغ او فریب پرته امریکا ته نور څه نه‎دی ورکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.