گزارشگر:سه شنبه 1 جوزا 1397 - ۳۱ ثور ۱۳۹۷
پهداسې حال کې چې افغانستان اوس مهال د امنیتی، سیاسی او ټولنیزو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، د دې هېواد ولسی جرګې د دوشنبې په ورځ اجنډا نه درلوده او عمومی غونډه ترسره نهکړه.
پهدغه ورځ د ولسی جرګې په دهلېزونو کې د یادې جرګې د ګوتو په شمېر څو تنه غړی لیدل کېدل.
د جرګې دغو غړو د هېواد روان ناوړه امنیتی وضعیت ته په کتو وویل، لازمه وه چې د جرګې اداری پلاوی عمومی غونډه جوړه کړې وی، څو د خلکو ستونزې مطرح شوې وای.
د جرګې دوو غړیو فکوری بهشتی او فاطمه عزیز پهدې اړه وویل:
«پهداسې حال کې چې هېواد له سختو امنیتی ستونزو سره مخ دی او په کراتو وړاندیز شوی چې ولسی جرګه باید د امنیتی وضعیت په اړه اضطراری جلسه ونیسی او حکومت ته امنیتی طرحه وړاندې کړی، څو د خلکو اندېښنې هوارې شی، خو تاسې ګورئ چې ولسی جرګه حتی اجنډا نهلری.
-په خواشینۍ سره چې نن جلسه ترسره نهشوه، موږ د ویلو لپاره ډېرې خبرې درلودې، زما په اند دا د ملت په حق کې یوه لویه جفا ده، ځکه زموږ غږونه نه اورېدل کېږی.»
د جرګې غړی وایی چې د دې کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې دغې جرګې څو ځله د اجنډا نه لرلو له امله غونډې نهدی ترسره کړی چې دا مسئله د افغانستان د ملت په حق کې جفا ده.
دا پهداسې حال کې ده چې د تېرې چهارشنبې په ورځ هم د ولسی جرګې عمومی جلسه ترسره نهشوه.
د افغانستان ولسی جرګې دوشنبې ورځ داسې مهال له اجنډا او عمومی ناستې پرته تېروی چې د ولسی جرګې د یو شمېر غړیو په وینا دا مهال د جوزجان، فراه، بادغیس، غزنی او فاریاب په ګډون د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې ناامنی مخ په پراخېدو دی.
تېره اوونۍ په فراه کې د وسلهوالو مخالفینو او حکومتی ځواکونو ترمنځ جګړه له ولسوالیو مرکز ته ورسېده او وسلهوال مخالفین یو شمېر دولتی ادارو ته ننوتل.
ازادی راډیو هڅه وکړه، څو پهدې اړه د ولسی جرګې د اداری پلاوی نظر هم واخلی، خو اړیکې یې ځواب نهشوې.
خو له بلېخوا د سیاسی او حقوقی چارو یو شمېر کارپوهان وایی، ولسی جرګه یوه مهمه دولتی اداره ده او په وینا یې د اوسنیو ستونزو د هواری او سولې ته د رسېدلو لپاره دوی باید غونډه ترسره کړې وای.
افغان کارپوه کبیر رنجبر پهدې اړه وویل:
«دوی د راتلونکو انتخاباتو لپاره په کمپاین بوخت دی، دوی جفا کوی ځکه چې دوی معاش اخلی او دغه معاش حلال نهدی دا فساد دی، دا کار د ولسی جرګې حیثیت ته زیان رسوی، په اوسنیو شرایطو کې دوی باید سولې ته د رسېدو لپاره یو اجماع رامنځته کړې وای.»
ښاغلی رنجبر وایی، د افغانستان خلک انتظار دی، څو ولسی جرګه د روان وضعیت لپاره حللار ومومی، نه دا چې خپلې دروازې وتړی او کمپاین ته مخه کړی.
دا لومړی ځل نهدی چې پرته له کومه دلیله د ولسی جرګې دروازې تړل کېږی، بلکې پخوا تردې هم ډېر ځلی لیدل شوی چې په ډېرو حساسو شېبو کې دغه جرګه پرته له کومه اجنډا وه.
Comments are closed.