د وچکالۍ او د خوراکی توکو د کمښت د ستونزو په اړه په ارګ کې ناسته وشوه

گزارشگر:سه شنبه 8 جوزا 1397 - ۰۷ جوزا ۱۳۹۷

mandegar-3د نړیوالو مرسته کوونکو ادارو او سازمانونو یو شمېر استازو د افغان دولت له چارواکو سره په ارګ کې نن دوشنبه ناسته وکړه.
دغه ناسته چې د دوشنبې «۱۳۹۷ کال د غبرګولی ۰۷» په ورځ وشوه، د افغانستان دولت له لوری رابلل شوې ده، ترڅو د وچکالۍ له امله زیانمنو شویو ته د مرستې رسولو په لارو چارو بحث وکړی.
د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمی د دوشنبې په ورځ په دې اړه ازادی راډیو ته وویل:
«د نړیوالو ادارو، سازمانونو، ډونرانو او دولتی ادارو ناسته دا مهال په ارګ کې روانه ده او د دې ناستې هدف دا دی چې د وچکالۍ له امله زیانمنو شویو ته مرستې همغږې کړی، ترڅو دا پیدا کړو چې څنګه مرستې ترلاسه شی او څنګه‌یې په راتلونکو ورځو او میاشتو کې زیانمنو شویو کسانو ته ورسوی.»
د ښاغلی رستمی په وینا، د کرنې وزارت د طرحې له مخې چې د مالدارۍ په برخه کې یې جوړه کړې په دوو میاشتو کې ۱۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.
نوموړی وویل، که د وچکالۍ ګواښ دوام وکړی دغه طرحه به د نهه میاشتو لپاره تمدید شی چې په‎دې صورت کې به ۵۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا وی.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو همغږی کوونکی ادارې «اوچا» په خپل نوی راپور کې ویلی، د وچکالۍ له امله دوه میلیونه کسان په افغانستان کې د خوراکی موادو له کمښت او قحطۍ سره مخ دی.
د دغې ادارې د راپور له مخې، د افغانستان دوه پر درې برخې کسان د وچکالۍ له ګواښ سره مخ دی.
د «اوچا» په راپور کې دغه‌شان راغلی، دا مهال د افغانستان ۲۰ ولایتونه د وچکالۍ تر اغېز لاندې دی.
راپور کې وړاندې راغلی چې افغانستان په کرنې او مالدارۍ متکی هېواد دی او دا مهال د دغه هېواد لږ تر لږه ۱۵ میلیونه وګړی په کرنې او مالدارۍ بوخت دی.
د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوی له وچکالۍ نه زیانمن شویو افغانانو لپاره ۱۱۵ میلیونه ډالر اړتیا ده چې دا اندازه پیسې به تر شپږو میاشتو پورې د خوراکی موادو او څښاک د اوبو د تأمین لپاره ولګول شی.
تر دې وړاندې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت هم ویلی، د کمو ورښتونو له امله ډېری ولایتونه له وچکالۍ سره مخ دی.
طبیعی پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت د وزیر معاون وایی، هغو ولایتونو ته چې د وچکالۍ په لومړی کرښه کې دی د مرستې رسولو چارې پیل شوې دی.
محمد اسلم سیاس په دې اړه ازادی راډیو ته وویل:
«هغه ولایتونه چې د ګواښ په لومړۍ کرښه کې دی، ورته یو اندازه مرستې رسېدلی دی، دوهم پړاو ته هم د غذایی موادو د انتقال لپاره چمتووالی لرو، په درېیمه مرحله کې د ملګرو ملتونو سازمان په ځانګړی ډول «WFP» موږ سره مرسته کوی چې له حاصلاتو نه د کرنې وزارت د راپور له مخې به تطبیق شی.»
د ښاغلی سیاس په وینا، دا مهال په ډېره اندازه غنم په سیلو او کرنیزو زونونو کې زېرمه دی.
په همدې حال کې د مشرانو جرګې نایب منشی محمد فیصل سمیع له ازادی راډیو سره په خبرو کې وویل، د افغانستان دولت د خوراکی موادو د کمښت او بې‌وزلۍ لپاره پاملرنه نه‌ده کړې.
نوموړی له دولته وغوښتل، کومې مرستې چې د وچکالۍ له امله زیانمنو شویو سره کېږی په شفاف ډول په اړو کسانو ووېشی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.