څیمرمن: د حکـومت او طالبـانو ترمنځ غیـر رسمـی خبرې روانـې دی

گزارشگر:سه شنبه 22 جوزا 1397 - ۲۱ جوزا ۱۳۹۷

mandegar-3په افغانستان کې د ناټو جګپوړی ملکی استازی د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د غیر رسمی خبرو د دوام خبر ورکوی.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومی قوماندان جنرال جان نېکلسن هم له دې مخکې ویلی وو چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو د استازو ترمنځ پټې خبرې پیل شوې دی.
په افغانستان کې د ناټو ملکی استازی کورنیلیوس څیمرمن د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې پرمهال له ازادی راډیو سره په ځانګړې مرکه کې که څه هم ونه ویل چې دا غیر رسمی خبرې په کومه کچه روانې دی، خو د هغو هرکلی یې وکړ
نوموړی وویل:
«هغه څه چې موږ ترې خبر یوو دا دی چې خبرې روانې دی، خو غیر رسمی خبرې، دا ښیی چې لږترلږه یوشمېر طالبان په دې اړه فکر کوی، زما په نظر دا د خوشبینۍ لپاره یو دلیل دی او باید دا هېره نه کړو چې افغانستان له څلورو لسیزو راهیسې له جګړې سره لاس او ګریوان دی، نو خامخا وخت غواړی چې دا وضعیت له جګړې څخه په سوله بدل شی، موږ باید پر دې ذهنیت کار وکړو او فکر کوم چې له جګړې سره په یو وخت کې د بې قید او شرطه خبرو د تګلارې ترکیب پر سم لوری ګام اخیستل دی.»
د ناټو چارواکی په داسې حال کې له وسله والو طالبانو سره د خبرو د پیل خبر ورکوی چې افغان حکومت او وسله والو طالبانو د اختر په درېیو ورځو کې موقت اوربند اعلان کړی دی.
په افغانستان کې د ناټو ملکی استازی ښاغلی د افغان ولسمشر له خوا د اوربند اعلان د زړورتیا نښه وبلله او وزیاته یې کړه:
«ناټو او په تېره عمومی منشی د ولسمشر غنی له خوا د یو اړخیز اوربند د اعلان ستاینه کوی، فکر کوم چې دا ډېر زړور اقدام د بې قید او شرطه خبرو د هغه وړاندیز پربنسټ ولاړ دی چې طرح یې ولسمشر غنی په فبرورۍ میاشت کې وړاندې کړه.»
ولسمشر اشرف غنی د پنجشنبې په ورځ د جوزا په اولسمه اعلان وکړ چې دولتی ځواکونه به د روژې له اووه ویشتمې څخه د اختر تر پنځمې ورځې پورې اوربند په پام کې ونیسی.

له دې اعلان څخه دوه ورځې وروسته طالبانو د لومړی ځل لپاره اعلان وکړ چې د کوچنی اختر په ورځو کې به اوربند وکړی.
د طالبانو له خوا په دې اړه په خپاره شوی بیان کې ویل شوی چې دوی به د اختر په درېیو ورځو کې یوازې پر افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو حملې بندې کړی، خو پر بهرنیو پوځیانو حملو ته به دوام ورکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.