حکومت د حرمین الشرىفین امامانو له څرګندونو هر کلی وکړ

گزارشگر:یک شنبه 3 سرطان 1397 - ۰۲ سرطان ۱۳۹۷

mandegar-3افغانستان جمهوری ریاست د افغان سولې او جګړې په اړه د حرمین الشرىفین د امامانو له څرګندونو هرکلی کوی.
د آزادی دادیو د گزارش په اساس، د افغانستان جمهوری ریاست وایی، د افغان جګړې په اړه د نړۍ د دینې عالمانو واحد دریځ د دغه جګړې مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستی.
د جمهوری ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوی د شنبې په ورځ«۱۳۹۷کال چنګاښ دوهمه» ازادی راډیو ته وویل چې وسله وال مخالفین باید د دینی عالمانو غوښتنې ته په درناوی له جګړې لاس واخلی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د اسلام د دوو سترو جوماتونو حرمین الشرىفین امامانود جمعې د لمانځه په خطبو کې په افغانستان کی جګړه ناروال وبلله او پر سولې یې ټینګار وکړ.
دا په تېرو ١٧ کلونو کې لومړى ځل دى چې په مسجد الحرام او مسجد نبوی کې د جمعې د خطبو پر مهال د افغانستان او افغانانو لپاره د سولې دعا کېږی.
په مکه مکرمه کې د مسجد الحرام امام شیخ عبدالرحمن السدیس ویلی چې افغانستان کې د چاودنو، بمباریو، بریدونو او نورو ورته پېښو قربانیان عام وګړی دی.
د ښاغلی السدیس په خبره په افغانستان کې د جګړې د درېدلو لپاره سمدلاسه اور بند، سیاسی خبرې او روغه جوړه تر ټولو افضل جهاد دی.
شااوخوا درې اوونۍ وړاندې زرګونو افغان دینی علماوو هم په کابل د روان جنګ په اړه فتوا ورکړه او روانه جګړه یې ناروا وبلله.
په ورته وخت کې د کابل د علماوو شورا مشر عبدالبصیر حقانی وایی، د افغان جګړې په اړه له اوږده ځنډ وروسته د مسجد الحرام او مسجد نبوی د امامانو څرګندونې د افغانانو لپاره ښه زیری دی.
د نومړی په باور، د جګړې ښکیلې خواووې کولای شی په یادو مقدسو ځایونو کې خپل اختلافات د خبرو له لارې حل کړی:
دا په داسې حال کې چې ټاکل شوې د روانې سرطان میاشتې په وروستیو کې په سعودی عربستان کې د افغان جګړې په اړه د دینی عالمانو یوه لویه ناسته ترسره شی چې افغان حکومت وارلمخه د دغې ناستې په اړه خوشبینې ښودلې ده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.