دوستم نن له ترکیې نه افغانستان ته ستنېږی

گزارشگر:یک شنبه 31 سرطان 1397 - ۳۰ سرطان ۱۳۹۷

دولت په رسمی توګه ومنله، د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم به یکشنبه (چنګاښ ۳۰مه) له ترکیې نه افغانستان ته ستون شی.
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوری کابل کې خبریالانو ته په یوه کنفرانس کې وویل، د ښاغلی دوستم اړوند قضیه لاهم نه ده حل شوې او په اړه به یې څېړنې کېږی.
ښاغلی چغانسوری وویل، ښاغلی دوستم به افغانستان ته تر ستنېدا وروسته د ولسمشر د لومړی مرستیال په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړی.
نوموړی دا هم وویل، د ښاغلی دوستم اړوند تېرې قضیې د عدلی او قضایی ارګانونو اړوندې دی چې دغه خپلواک بنسټونه به د هېواد د قوانینو مطابق څېړنې کوی.
د ولسمشر ویاند په شمالی ولایت فاریاب کې د جنرال دوستم د یوه نژدې قومندان نظام الدین قیصاری نیول کېدو په اړه وویل، د هغه د نیول کېدو قضیه حقوقی بڼه لری، چې د حقوقی بنسټونو له خوا به ارزول کېږی.
قیصاری لاهم بند کې دی
چخانسوری د قیصاری د خوشی کېدو د خپرو شویو ګنګوسو په اړه وویل، قیصاری لاهم بند کې دی، څېړنې ترې روانې دی او د قانون مطابق عمل تر ارزول کېدا وروسته د محکمې له خوا پرېکړه کېږی.
د ولسمشر ویاند د نامسؤولو وسله والو کسانو په اړه وویل، فراه او ارزګان کې د افغانستان د خلکو په غوښتنه نامسؤول کسان نیول شوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.