پاکستان په خپله لومه کې!

- ۲۲ جدی ۱۳۹۱

په داسې حال کې چې په پاکستان کې په دې وروستیو کې وضعیت ورځ تر بلې خرابېږی، چاودنې، وژنې او نورې پېښې زور اخلی، یوشمېر سیاسی شننونکی یې لامل، په پاکستان کې روزل شوې وسله والې ډلې د پاکستان له منګلو وتل ګڼ او وایی، چې دغو ډلو په پاکستان کې وضعیت خراب کړی دی.
دوه ورځې وړاندې په دوو جلا جلا چاودنو کې چې په کوټه او سوات دره کې وشوې، کابو ۱۱۵ کسان ووژل شوی او په لسګونو نور ټپیان شول.
د سیاسی چارو شننونکی احمد سعیدی ماندګار ورځپاڼې ته وویل،  چې په پاکستان کې د وضعیت خرابېدل ګڼ لاملونه لری، لومړی هغه وسله والې ډلې چې پاکستان روزلې او ملاتړ یې کاوه اوس د دغه هېواد له کنټرول نه وتلی دی.
هغه وایی، بله خبره دا ده چې د پوځی او ملکی چارواکیو ترمنځ اختلافونه شتون لری او چارواکی هڅې کوی چې په پاکستان کې ټاکنې چې ایله څو میاشتې ورته پاتې دی، تر سره نه شی.
د نوموړی په خبره، د پاکستان سیاسی، امنیتی او اقتصادی وضعیت ډېر خراب شوی او هر پاکستانی اوس له نړۍ نه کابو دوه نیم زره ډالره پوروړی دی او اوس داسې ستونزې په کې شته چې ځینې کړۍ یې د اوسنی حکومت د پرځولو هڅې کوی.
ښاغلی سعیدی وایی، پخوا چې پاکستان د وسله والو ډلو ملاتړ کاوه تر شا یې امریکا وه او له پاکستان سره یې مرستې کولې او دا چې اوس ورسره مرستې نه کوی، له یوې خوا یې د کشمیر مسله را پورته شوې او له بلې خوا په کور دننه هم ډېرې ستونزې لری.
د سیاسی چارو دغه شنناند زیاتوی، په سیمه کې به په نېږدې راتلونکې یو لړ بدلونونه راشی، لکه ایران، افغانستان او پاکستان ټول په مخکې ټاکنې لری.
هغه وایی، پاکستان به ولسمشر، لومړی وزیر او کابینه وټاکی، ایران به هم ټاکنې ترسره کړی او په افغانستان کې به هم نړیوال ځواکونه ووځی او بله دا چې سیاسی حکومت به هم بدل شی.
دی زیاتوی، که په پاکستان کې یو بل لېډر رامخ ته شو چې له ترهګرۍ ملاتړ ونه کړی، له ګاونډیو او نړیوالو هېوادونو سره ښې اړیکې ولری، هیله مندی شته چې پاکستان وژغورل شی او که ونه شی او اوسنی واکمن بېرته پاتې شی، پاکستان به نور هم له ستونزو سره مخ شی او وضعیت به یې خراب شی.
ښاغلی احمد سعیدی وایی، د پاکستان پیپل پارټۍ په اختلاس او فساد تورنه ده او که له ترهګرو سره لاس ونه لری، نشی کولای چې پوځ او استخبارات کنټرول کړی.
هغه زیاتوی، سره له دې چې روښانه نه ده په پاکستان کې به ټاکنې تر سره شی او کنه خو وایی، که تر سره هم شی نو اوسنی حکومت یې د ګټلو توان نه لری.
همدارنګه د سیاسی چارو شننونکی او د کابل پوهنتون استاد فیصل امین ماندګار ورځپاڼې ته وویل، چې په پاکستان کې وضعیت تر بل هر وخته ډېر خراب شوی او ستر لامل یې په دې هېواد کې د ځانمرګو بریدونو او نورو هغو دینی مدرسو جوړېدل چې په کې د چاودنو، جګړو او نورو اېډیالوژۍ تبلېغېدلې.
هغه وایی، هغو ترهګرو او وسله والو ډلو چې کابو دېرش کاله وړاندې په پاکستان کې رامنځته شوې او پاکستان یې ملاتړ کاوه اوس په خورا سترو شبکو بدلې شوی، چې د پاکستان له کنټرول نه وتلی او دغه شبکې به پاکستان د نشت کندې ته غورځوی.
ښاغلی امین زیاتوی، په تېرو دغومره کلونو کې د پاکستان سیاسیون د یو ژور سیاسی فکر او سیاسی اېډیا له مخې ونه توانېدل چې د پاکستان لپاره یوه مناسبه فضا رامنځته کړی.
نوموړی په دې باور دی، چې د ترهګریزو فکرونو او اسلامی راډیکلونو پراختیا، د ترهګریزو شبکو رامنځته کول او د هغو دینی مدرسو شتون چې د یوې خاصې روحانی کړۍ له لوری په کې ځانګړی تبلیغات کېدل، پاکستان به د نشت او نسکورېدو خوا ته بیایی.
هغه وایی، همدارنګه د پاکستانیو سیاستوالو د خپلو خامو فکرونو او دوه مخی سیاست له امله پاکستان یوې داسې کچې ته ورساوه چې په نړۍ کې یو منزوی هېواد شو.ښاغلی امین وویل، نن د

پاکستان اړیکې په سیمه ییز او نړیواله کچه په یوه انتزاعی او تجریدی حالت کې قرار لری او هغه حکومتونه چې په دیموکراتیکو هغو باور لری؛ نور په پاکستان باور نه شی کولای.
دی زیاتوی، چې په پاکستان کې اوسنۍ خراب اقتصادی او امنیتی وضعیت د همدغسې دینی مدرسو او ترهګریزو ډلو پایله ده چې هم پاکستان په کشمیر کې له هند، دې خوا له افغانستان او په کور دننه هم له ګڼو ستونزو سره مخ دی.
نوموړی وایی، چې پاکستان د ناسمو سیاستونو او ترهګریزو شبکو د شتون له امله نن په یوه داسې حالت کې قرار لری، چې د وېشلو او ورکېدو امکان یې ډېر شوی دی.
ښاغلی فیصل امین وویل،  نړۍ نن ورځ پاکستان ته د شک له عینکو ګوری، نه پرې افغانستان باور کولای شی، نه هند، نه اروپایی او لوېدیځ هېوادونه.
د کابل پوهنتون دغه استاد زیاتوی، که چېرې پاکستان په همدې لیدلوری او پالیسو مخ ته لاړ شی؛ نو د پاکستان د تجزیې او ورکولو امکانات ډېر زیات شتون لری.
هغه وایی، د پاکستان اوسنی سیاست نه د سیمې د هېوادونو په ګټه دی او نه د نړۍ بلکې د یوه ترهګرو د یوې ځالې بڼه یې غوره کړې ده او هلته د اسامه بن لادن وژنې د القاعدې د مرکز په توګه هم نړۍ ته معرفی کړ.
د ښاغلی امین په خبره، په کمشیر کې له هند، همدارنګه له افغانستان او په د بلوچستان ستونزې ټولې یو ځای او پاکستان به د نړۍ له سیاسی نقشې وباسی.
هغه وایی، که له یوې خوا پاکستان منزوی کېږی له بلې خوا په سیمه کې نور هېوادونه لکه افغانستان، چین او هند پیاوړی کېږی، چې دا هم د پاکستان لپاره ډېره خطرناکه ده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.