دواړه نوماند د اپوزیسیون د مشر او اجرایوی رییس د صلاحیتونو په اړه غږېږی

گزارشگر:29 اسد 1393 - ۲۸ اسد ۱۳۹۳

mnandegar-3د ملی یووالی د کمېسیون ویاندویان هیله ښیی، چې نن به د ولسمشرۍ نوماندو له خپل منځی لیدنې وروسته ګډه اعلامیه خپره کړی او په ټولو مسایلو به یې توافق کړی وی. هغوی وایی، ټاکل شوې چې نن د ملی یووالی کمېسیون خپله وروستۍ ناسته وکړی، ګډه اعلامیه چمتو او خپره کړی.
هغوی وایی، چې د ملی یووالی کمېسیون په درېیمه کمېټه کې د اجرایوی رییس د صلاحیتونو او اپوزیسیون د مشر ټاکلو په اړ لا هم توافق نه دی شوی، خو د ولسمشرۍ دواړه نوماند به په خپله وروستۍ لیدنه کې دا مساله ختمه او نن به د توافق ګډه اعلامیه خپره شی.
د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم ویاند سیدحسین اغا فاضل سانچارکی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې د ملی یووالی کمېسیون په دریو کمېټو کې خپلې چارې پیل کړې وی.
د هغه په وینا، لومړۍ کمېټې د دواړو نوماندو د برنامې او پروګرام په تهیه کولو، دویمې کمېټې د ملی یووالی په حکومت او درېیمې کمېټې د ملی یووالی د حکومت په جوړښتونو کار کاوه.
دی وایی، چې لومړیو دواړو کمېټو په مسایلو توافق کړی او تر منځ یې ټول مسایل ختم شوی؛ خو درېیمې کمېټې په پنځو محورونو خپلې چارې پیل کړی، چې په ځینو یې لا هم توافق نه دی شوی.
ښاغلی سانچارکی زیاتوی، لومړی محور تر راتلونکیو دوو کلونو پورې د لویې جرګې جوړول، دویم محور د اجرایوی لومړی وزیر، درېیم محور د اساسی قانون تعدیل، د لوړ پوړو چارواکیو د ټاکلو د مېکانیزمونو رامنځته کول، د اجرایه پوست رامنځته کول او د نوی حکومت تر ۹۰ ورځو پورې د امنیتی چارواکیو په خپلو دندو پاتې کېدل ول، چې د ملی یووالی کمېسیون په دې مواردو کې توافق ته رسېدلی دی. خو وایی، چې د اجرایوی رییس د صلاحیتونو او د اپوزیسیون د مشر او د هغه د ټاکلو په اړه لا هم اختلاف شته او دا مسایله دواړو نوماندو ته پرېښودل شوه، چې هغوی به په دې اړه خبرې کوی او دا مسایل به حل کوی.
د اصلاحاتو او همپالنې ټیم ( تېره ورځ مازدیګر ) وویل، ټاکل شوې چې دواړه نوماند ( نن سه شنبه ) سره کېنی په دې مسایلو بحث وکړی او نن ( چهار شنبه) د ملی یووالی کمېسیون غونډه وکړی. هغه وایی، د ملی یووالی کمېسیون به په خپله غونډه کې یوه ګډه اعلامیه هم ترتیب او خپره کړی، چې ټول مسایل به په کې حل شوی وی.
هڅه مو وکړه، چې د تحول او دوام ټیم د غړو نظر هم له ځانه سره واخلو؛ خو له پرلپسې ټیلفون کولو سره سره د یاد ټیم یوه ویاند هم غوږۍ وانخیسته.
خو د یاد ټیم ویاند فیض الله ذکی ویلی، چې لومړنۍ کمیټه موظفه وه، چې د ملی وحدت حکومت تعریف کړی، چې څنګه یو حکومت دی او د دې حکومت حقوقی بنسټ تثبیت کړی؛ دغه راز دغه کمیټه موظفه وه، چې د ملی وحدت حکومت اهداف او ماموریت مشخص کړی؛ په دې څلورو برخو طرحې تایید شوې؛ دویمې کمیټې هم په ملی برنامې پریکړه وکړه او د رایو په اکثریت موافقې ته ورسیدل.
د ملی یووالی کمېسیون د دواړو نوماندو له مخکښو غړو جوړ دی، چې اوه ورځې یې توافق ته د رسېدو لپاره ګډ کار وکړ.
د یادونې وړ ده، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلی، چې دوی د ټاکنو د پایلو د ژر اعلان لپاره د رایو تفتیش چټک کړی دی او هڅه کوی چې هره ورځ له زرو ډېر صندوقونه تفتیش شی.
ولسمشر حامد کرزی هم تېره ورځ د خپلواکۍ د ورځې لمانځلو پر مهال په خپله وینا کې هیله وښوده، چې د نوماندو ترمنځ شوی توافق ژر پایله ورکړی. هغه وویل، خلک بې صبرانه د ټاکنو پایلو ته په تمه دی. نوموړی ډاډ وښود، چې د ولسمشرۍ دواړه نوماند به په ګډه یو «مضبوط » حکومت رامنځته کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.