ننګرهار کې د داعش دوه پاکستانی ډلمشران ملی امنیت ځواکونو ته تسلیم شول

گزارشگر:دو شنبه 12 سنبله 1397 - ۱۱ سنبله ۱۳۹۷

mandegar-3د ننګرهار ولایت مقام وایی داسلامی د,لت نومې ډلې یا داعشیانو دوه پاکستانی ډلمشران د ملی امنیت ریاست ځواکونو ته تسلیم شوی.
د یو ځای شویو وسله والو له ډلې نقیب الله وویل: چې څلور کاله وړاندې هغه مهال چې دغه ډله رامنځته شوه، دوی د پاکستانی طالبانو له ډلې د حافظ سعید په مشرۍ له داعش سره یوځای شول، چې په تېرو څلورو کلونو کې یې په بېلابېلو دولت ضد کړنو، د ملکی خلکو په ربړونې او وژنې کې لاس درلود.
هغه وویل: په دې وروستیو کې چې د دغې ډلې کړنې ټولې د عامو خلکو په زیان شوې، له ملی امنیت ریاست سرهیې اړیکې ونیولې او تسلیم شول.
دی وایی: داعش ډلې د میاشتنی معاش ترڅنګ د دوی د اړتیا وړ نورې پیسې هم ورکولې او امکانات، وسلې او مهمات ورته له پولې هغې غاړې له موجوده ډیپوګانو راتلل.
د نوموړی په وینا د داعش په لیکو کې د تاجیکستان، ازبکستان، اذربایجان، چیچنیا، پاکستان، عرب، ترک او نور بېلابېل جنګیالی موجود و، چې رهبری او مشری تر ډیره له بهرنیانو سره وه.
دغه راز د یوځای شویو وسله والو ډلې سجاد وویل: چې دوی ټولټال اووه کسان دی، چې دوه د صدیق اولادونه او یوه‌یې میرمن او د ده خپله مېرمن او یو ځوی دی.
په ورته وخت کې د ننګرهار د والی ویاند، عطاالله خوږیاڼی، رسنیو ته وویل: چې د پاکستان د ورکزیو ایجنسۍ اصلی اوسېدونکی صدیق‌الله او سجاد چې د داعش ډلې له رهبرۍ سره له نږدې اړیکې لری او څلور کاله په دغه ډله کې پاتې شوی ملی امنیت ته تسلیم شول.
د هغه په وینا تسلیم شویو وسله والو خپلې مېرمنې او ماشومان هم له ځانه سره راوستی او دغه رازیې خپلې دوه میله وسلې هم راوړې دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.