د شهید اونۍ او د وږی ۱۸، د ملی اتل د شهادت ولسمې کلیزې په مناسبت د شهید احمدشاه مسعود بنسټ اعلامیه

گزارشگر:سه شنبه 13 سنبله 1397 - ۱۲ سنبله ۱۳۹۷

mandegar-3ګرانو هېوادوالو، دوستانو، دافغانستان مقاومتګرانو، مجاهد ملت او د هېواد د ملی اتل مینه والو، السلام علیکم ورحمه الله و برکاته؛
د وږی اتلسمه، د ملی اتل د شهادت ۱۷ کلیزې او د شهید اونۍ په راسېدو سره د شهید احمدشاه مسعود بنسټ، د هېواد له ګڼ شمېر فرهنګیانو او هېوادوالو سره، ځینې خپرونې په لاره اچولی، ترڅو له دولتی کمیسیون سره په همغږئ، د شهید اونۍ او د ملی اتل د شهادت ورځې څخه درناوی وشی.
د ملی اتل د شهادت ولسمه کلیزه ته «ملی وفاق په ټولنیز عدالت په رڼا کی» کې نوم ایښودل شوی، ځکه دا د ملی اتل افکار پورې تړاو لری او هېواد په بهرانی حالت کې ده او اړتیا ده چې ملی وفاق نوم پرې کېږدو.
کله چې ملی اتل ویل؛ په افغانستان کې ملی یوالی د ټولنیز عدالت په پلی کولو کې ده – باید داسې نظام رامنځته کړو چې هم له خپلو سره ژوند وکړو او هم له ګاونډیانو او نړېوالو سره – زما د زړه یوازینئ هیله دا ده چې د افغانستان په راتلونکی بیا رغونه کې ټول ګډون وکړو، ځکه ټول خلک هیله لری چې ټولنیز عدالت، عادلانه سیاسی نظام او د تلپاتې سولې ولری.
احمدشاه مسعود وتوانېده چې مختلف ځواکونه او سیاسی څېرې د مقاومت بیرغ لاندې د نړېوال تروریزم پروړاندې د آزادۍ، استقلال او په هېواد کې د ملی حاکمیت په موخه سره متحد کړی، ځکه هغه په ملی وفاق باور درلود.
په همدې حال موږ د مرکز، ولایاتو او له هېواده بهر ځینې خپرونې ترلاس لاندې لرو، او که خدای کول نو له تاسو عزتمندو هېوادوالو سره به یې یوځای ولمانځو.
۱ . د مقاومت منار لاندې د رسمی ګل اېښودنې مراسم.
۲ . امنیتی ځواکونو ته د وینې ورکولو برنامه.
۳ . د لویې جرګې په تالار کې دولتی مراسم.
۴ . په پنجشېر ولایت کې د ملی اتل په زیارت کې رسمی د ګل اېښودنې رسمی مراسم.
۵ . شپه له قرآن سره، محفل.
۶ . ملی اتل ورځ « د خارجی ډیپلوماټانو لپاره د reception مېلمستیا.
۶ . په ولایاتو کې د خلکو او دولتی بنسټونو لپاره رسمی مراسم.
۷ . خطبه، ختم او خیرات.
۸ . په ولایاتو کې د ولایت مقام او د خلکو درنښت غونډې.
۹ . د افغانستان په سفارتونو کې رسمی او له هېواد بهر د خلکو لپاره مراسم.
۱۰ . د شعر، ادب، او فرهنګ شپه او همدا راز د کتاب نندارتون.
۱۱ . د مسعود پېژندنې علمی او بین المللی سیمینار.
۱۲ . له دولتی، مدنی او علمی بنسټونو سره یوځای د محفلونو په لاره اچولو کې مرسته کول.
د افغانستان له ټولو آزادی غوښتونکو هېوادوالو څخه په ډېر درنښت غواړم، چې د یوې اونۍ په جریان کې خپل نېک نظریات له موږ سره شریک کړی، او د هغو کسانو د درناوی مراسمو کې چې د هېواد او خلکو لپاره یې خپل ژوند له لاسه ورکړی، ترڅو موږ ژوندی پاتې شو، د ښې لمانځنې لپاره له موږ سره ونډه واخلئ.
درود وایم د افغانستان د ټولو شهیدانو روح ته
ستاسو ورور احمد ولی مسعود،
د شهید احمدشاه مسعود د بنسټ عمومی مشر

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.