د ټاکنو کمېسیون ځینو نوماندانو ته خبرداری ورکړی

گزارشگر:چهار شنبه 14 سنبله 1397 - ۱۳ سنبله ۱۳۹۷

mandegar-3د ټاکنو کمیسیون هغونوماندانو ته خبرداری ورکړ چې رسمی دندې‌یې نه دی پرېښی.
ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون هغو نوماندانو ته خبرداری ورکړ چې رسمی دولتی دندو څخه‌یې استعفا نه ده کړې.
کمېسیون ځینې موارد موندلی چې نوماندان په رسمی دندو دی او ځینې نورو په ښکاره کمپاین پیل کړی دی.
اوس ممکن که نوماندان له دندو استعفا و نه کړی او له کمپاینونو را و نه ګرځی، د جریمې تر څنګ به د نوماندۍ حق ترې واخیستل شی.
د ولسی جرګې لپاره د نوماندانو وروستۍ لیست اعلان شوی او نوماندانو ته د میزان شپږمه نېټه د کمپاین د پیل وخت ټاکل شوی، خو ځینې نوماندانو له اوسه کمپاین پیل کړی او ځینې نورو دولتی دندې نه دی خوشې کړی.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون خبرداری ورکړ؛ که نوماندان له دندو استعفا و نه کړی او له کمپاینونو لاس وا نه خلی، قانونی چلند ورسره کوی.
د ټاکنیزو شکایتونو اوریدو کمېسیون خبرې په دې برخه کې په توصیه ورټولې وې، خو له وخت وړاندې کمپاینونه له هیچا پټ نه دی او له بیلبوردونو نیولې بیا تر ټولنیزو رسنیو پورې نوماندان په ښکاره کمپاین کوی.
ډیری هغه نوماندان چې وروستی لیست کې‌یې نومونه راغلی په لویو ښارونو کې یې داختر مبارکیو او خپلواکۍ ورځې د مبارکۍ په پلمه‌یې د سترو بلبوردونو د لګولو له لارې کمپاین پیل کړی .

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.