افغانستان امریکایی ځواکونو ته اړتیا لری

- ۲۳ جدی ۱۳۹۱

په داسې حال کې چې امریکایی ولسمشر باراک اوباما له افغان ولسمشر سره په لیدنه کې یو ځل بیا په افغانستان کې د پاتې کېدونکیو امریکایی پوځیانو په قضایی مصونیت ټینګار کړی او ولسمشر کرزی له ولس سره سلا کول غوښتی، یوشمېر سیاسی شننونکی وایی، چې قضایی مصونیت غوښتنه د امریکا عمومی پالیسی ده.
دغه شننونکی وایی، په کار ده، چې دواړه لوری په خپلو غوښتنو، ګټو او زیانونو له سره فکر وکړی.
د سیاسی چارو شننونکی او د کابل پوهنتون استاد فاروق بشر ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې امریکا نه یوازې په افغانستان بلکې د نړۍ په اویا هېوادونو کې سرتېری لری او دا یې عمومی پالیسی ده، چې وګړی یې په بهرنیو هېوادونو کې محاکمه نشی.
نوموړی وایی، امریکا ځکه نه غواړی چې وګړی یې په بهرنیو هېوادونو کې محاکمه شی، ځکه په بهرنیو هېوادونو او د هغوی په محاکمو باور نه لری او له همدې امله د نړیوالې جزایی محکمې ای سی سی غړیتوب هم نه دی اخیستی.
هغه وایی، امریکایی ځواکونو ورته نظر په عراق کې هم درلود خو کله چې عراقیانو ورسره ونه منله؛ نو له هغه هېواده یې ټول ځواکونه و ایستل.
ښاغلی بشر زیاتوی، دا چې په اوسنیو شرایطو کې افغانستان اړتیا لری چې امریکایی ځواکونه افغانان هغه وروزی، تربیه او تجهیز یې کړی؛ نو په افغانستان کې د هغوی شتون ډېر مهم دی.
نوموړی په دې باور دی، دا چې په افغانستان کې ټاکنې راتلونکې دی او امریکایی ځواکونه له افغانستانه ووځی نو خلک به روحی امنیته هم بې برخې او اندېښمن شی.
د ده په خبره، که چېرې افغان لوری په دې ټینګ شی، چې امریکایی ځواکونه دې په افغانستان کې محاکمه شی نو له افغانستانه به امریکایی ځواکونه ووځی او دا به افغانستان ته په ګرانه پرېوځی.
د کابل پوهنتون دغه استاد وایی، که څه هم چې دواړو لوریو په دې مسایلو ټینګار نه دی کړی، ولسمشر کرزی هم له ولس سره د سلا او باراک اوباما هم د غور کولو ویلی؛ خو که بیا هم امریکایی ځواکونه له افغانستانه ووځی نو هغه پوځی او اقتصادی مرستې چې امریکا یې له افغانستان سره کوی، په خطر کې واقع شی.
ښاغلی فاروق بشر زیاتوی، په دې باوری دی چې په افغانستان کې به د شوروی اتحاد د وتلو وروسته په شان حالت رانشی او امریکایان به هم په اسانۍ له افغانستانه لاړ نشی؛ ځکه دوی په یوې موخې پسې راغلی او دا موخې یې لا تر اوسه شتون لری.
هغه وایی، امریکا د افغانانو په غوښتنه افغانستان ته نه ده راغلې او که بیا هم له افغانستانه ووځی او بېرته افغانستان د ترهګرو په ځالې واوړی دا به د امریکا لپاره تر ټولو ستره بدبختی وی، چې نه یې غواړی او افغانستان پرېږدی.
ښاغلی بشر وویل، په کار ده چې له افغانستانه د امریکایی ځواکونو وتل او د پاتې کېدو په صورت کې یې قضایی مصوونیت وسنجول شی، چې د چا په ګټه دی، کله چې یې ګټه معلومه شوه په کار ده چې هماغه لوری له خپلې غوښتنې تېر شی.
خو د ده په وینا، چې دا د افغانستان په ګټه ده، چې امریکایان په افغانستان کې پاتې شی، په ځانګړی ډول په داسې وخت کې چې دا نوی حکومت راځی، ټاکنې کېږی او روښانه نه ده چې ټاکنې به څنګه کېږی.
دی وایی، که چېرې له افغانستانه امریکایی ځواکونه وځی او هېواد کورنۍ جګړې ته ورګرځی نو دا حالت د افغانستان او افغانانو په زیان دی.
د کابل پوهنتون یاد استاد زیاته کړه، په دې باور دی چې ولسمشر کرزی به په پایله کې له خپلې غوښتنې اوړی او که وانه وړی نو د خلکو پر ذهن به روحی وېره خپره او ستونزې به زیاتې شی نو ښه دا ده چې موږ له خپلې غوښتنې تېر شو.
خو د ولسی جرګې غړی عالمی بلخی ماندګار ورځپاڼې ته وویل، چې ولسمشر باراک اوباما غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې یې باید سرتېرو ته قضایی مصونیت ورکړل شی؛ خو ولسمشر کرزی یې تر اوسه غوښتنه نه ده منلې او ویلی یې دی، چې له خپل ولس سره به پرې سلا وکړی.
دی وایی، ولس به ښاغلی کرزی ته هېڅکله هم دا اجازه ورنه کړی چې امریکایی سرتېری قضایی مصونیت ولری، ځکه امریکا په نورې نړۍ کې هم ځواکونه لری او هلته یوه دغه ډول غوښتنه نه کوی.
هغه زیاتوی، په هر هېواد کې چې امریکا ځواکونه لری هلته قضایی مصونیت نه لری بلکې په هماغه هېواد کې محاکمه کېږی، لکه په کوریا او جاپان کې چې همدا تېر کال یې سرتېری محاکمه شول.
نوموړی وویل، په تېره مشورتی لویه جرګه کې هم د ولس استازو کرزی ته په لیکلی بڼه ورکړل، چې په هېڅ ستراتېژیک سند او تفاهم پاڼه کې دې امریکایی ځواکونو ته قضایی مصونیت نه ورکول کېږی.
ښاغلی بلخی وایی، اټکل کوی چې په پایله کې به امریکایان په افغانستان کې د خپلو ګټو او اهدافو لپاره له دې غوښتنې تېر شی.
هغه زیاتوی، امریکا زموږ په خوښه نه ده راغلې، د هغوی اهداف نه دی براورده شوی او خپلو اهدافو ته رسېدل یوازې په افغانستان کې د خپل شتون په ترڅ کې وینی او بله مهمه خبره دا چې القاعده او نورې ترهګرې ډلې لا شتون لری.
دی وایی، که چېرې امریکا افغانستان پرېږدی او لاړ شی نو ګواښ به بیا هم امریکا ننګوی، چې امریکا او اروپا ته به رسی، په همدې خاطر ویلای شی چې امریکا به افغانستان نه پرېږدی او نه به خپل ځواکونه له افغانستانه باسی.
ښاغلی عالمی بلخی وایی، د امریکا سنا مجلس دا تصویب کړې کله چې په کوم هېواد کې امریکایی وګړی تر عدلی او قضایی تعقیب لاندې راځی یو میاشت وروسته به امریکایی استازی د هغه په محاکمه کې شتون لری څو د هغه له اساسی حقونو دفاع وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.