د امنیتی ځواکونو په عملیاتو کې ۶۷ ترهګرو وژل شوی

گزارشگر:شنبه 24 سنبله 1397 - ۲۳ سنبله ۱۳۹۷

mandegar-3په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د امنیتی او هوایی ځواکونو د عملیاتو په لړ کې ۶۷ ترهګر وژل شوی دی.
ملی دفاع وزارت په یوې خبرپاهنه کې چې د جمعې په ورځ خبره شوې ویلی چې دغه عملیات په تېرو څلورېشتو ساعتونو کې د افغان امنیتی او هوایی ځواکونو له خوا ترسره شوی دی.
د دفاع وزارت په وینا، په دغو عملیاتو کې ګمانډویی ځواکونو هم ونډه لرله او هوایی ځواکونو دولس زره ترهګر په نښه کړل.
په خبرپاڼه کې راغلی:«د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د افغانستان ملی دفاعی او امنیتی ځواکونو پلان شوی چاڼیز او یرغلی بریدونه، ۱۱۴ ځانګړی کمانډویی موردونه او د دښمن پر مورچلو ۱۲ هوایی ګوذارونه، د هېواد په بېلابېلو برخو کې د هېواد د وګړو د ځان او مال خوندیتوب او د ترهګرو د ځلو په پار ترسره شوی دی. د دغو عملیاتو په پایله کې ۶۷ تنه ترهګر وژل شوی دی.»
ملی دفاع وزارت همدارنګه وایی چې په دغو عملیاتو او بریدونو کې، ۲۸ ترهګر ټپیان شوی دی.
دا عملیات د ننګرهار، غزنی، پکتیا، لوګر، کندهار، بادغیس، هرات، فاریاب، بغلان، بلخ او هلمند په ولایتونو کې په لاره اچول شوی وو.
د ملی دفاع وزارت په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلی چې په غزنی، فراه، ارزګان، هلمند او ننګرهار ولایتونو کې هوایی بریدونه هم ترسره شوی دی.
د نوموړی وزارت د چارواکو په وینا، په دغو عملیاتو کې د ترهګرو یو اندازه وسلې، او څو پټن‎ځایونه هم له منځه تللی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.