هندوستان او ازبکستان به افغانستان سولې لپاره په ګډه همکاری کوی

گزارشگر:چهار شنبه 11 میزان 1397 - ۱۰ میزان ۱۳۹۷

mandegar-3د هندوستان صدراعظم وایی، هندوستان او ازبکستان به په ګډه د یوه باثباته، سوکاله او سوله ییز افغانستان لپاره همکاری کوی.
ناریندرا مودی پرون په نوی ډیلی کې یوه کنفرانس ته چې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف هم ورسره و، د افغانستان سوله د سیمې له سولې او ثبات سره تړلې وبلله.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف چې په یوه رسمی سفر هندوستان ته تللى، په دغه کنفرانس کې وویل، د افغانستان روانه لانجه له پوځی لارې نه حلېږی.
نوموړی وایی: «موږ په افغانستان کې روانې جګړې ته هم جدی او دقیق پام واړاوه. د دې لویې ستونزې په اړه زموږ ګډ نظر دا دى چې دغه لانجه له پوځی لار نه حلېږی. د سولې یوازنۍ لار د افغانستان د حکومت او مخالف لوری ترمنځ سیاسی ډیالوګ دى.»
ازبکستان تر دې مخکې هم د افغانستان د سولې له مسئلې سره د همکارۍ ژمنه کړې وه.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د چنګاښ یا سرطان پر ١٧مه کابل ته د سفر پر مهال ویلی و، ازبکستان حاضر دى د افغانستان د سولې په ټینګښت کې مؤثر رول ولوبوی.
د افغانستان د سولې عالی شورا، د افغانستان د سولې په مسئله کې د ازبکستان او هندوستان د وروستی اعلان هرکلى وکړ.
د دې شورا یوه غړی عبدالحکیم مجاهد ازادی راډیو ته وویل، په دې برخه کې د ازبکستان رول ډېر مهم دى.
دی وایی: «په ځانګړی ډول د افغانستان په سوله کې د ازبکستان هلې ځلې چې د افغانستان یو مهم ګاونډى دى، ډېر مهم رول ادا کولاى شی. دوى مخکې هم پېشنهاد کړى و چې غواړی طالبانو ته د دفتر پرانېستلو لپاره ځاى ورکړی. له هغه ځایه افغانستان ته رسېدګی هم اسانه ده. زما په نظر دا یو نېک ګام دى، خو دواړه لوری باید ورته په مثبت نظر وګوری.»
په وروستیو کې د منځنۍ او مرکزی اسیا ځینو هېوادونو له دې جملې روسیې په افغانستان کې پر روانې جګړې، په ځانګړی ډول د داعش ډلې پر فعالیت اندېښنه ښوولې ده.
د افغانستان د سولې او جګړې د انسټیټیوټ غړى حکمت الله اعظمی وایی اقتصادی ګټو د سیمې هېوادونه له دې جملې ازبکستان او هندوستان دې ته اړ کړی چې د افغانستان د سولې ملاتړ وکړی.
دی وایی: «په افغانستان کې سوله د دواړو هېوادونو په ګټه ده. نه یوازې د امنیت له لحاظه بلکې د اقتصاد له نظره هم. ازبکستان او په ټوله کې منځنۍ اسیا انرژی ډېره تولیدوی او که د افغانستان له طریقه جنوبی اسیا له دې جملې هندوستان او پاکستان ته انتقال «صادر» شی، هم د هند په ګټه کار دى، بلکې دپاکستان په ګډون د ټولې منځنۍ اسیا په ګټه کار دى.»
د افغانستان د سولې پر موضوع د تېرې وری یا حمل میاشتې پر ٧مه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې هم بحث شوى و، چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی هم په کې برخه درلوده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.