جنرال ووټل: د افغانستان پوځ او پولیسو د تلفاتو زیاتیدل خورا مهمه مسئله ده

گزارشگر:شنبه 14 میزان 1397 - ۱۳ میزان ۱۳۹۷

د امریکا د پوځ د مرکزی قرارګاه عمومی قوماندان جنرال جوزف ووټل وایی د افغانستان پوځ او پولیسو د تلفاتو زیاتیدل په افغانستان کې د دېره امریکایی او نړیوالو ځواکونو د نوی عمومی قوماندان جنرال سکاټ مېلر د پاملرنې لپاره خورا مهمه مسئله ده.
په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو قرارګاه د افغان حکومت د غوښتنې له مخې په جګړو کې د سرتېرو د تلفاتو شمیر نه افشا کوی خو جنرال ووټل وویل، د جګړو په سږنی موسم کې د افغانستان ځواکونو د تلفاتو شمیره ډېره لوړه وه.
ووټل چې پرون یې په پنټاګون کې خبریالانو ته څرګندونې کولې په سږنی کال کې د افغان ځواکونو د تلفاتو د شمیر په اړه څه ونه ویل خو دومره یادونه یې وکړه چې افغان چارواکو ده ته ویلی چې د تلفاتو زیاتیدل دوی له خپلې لارې نه ګرځوی.
د افغانستان ځواکونو په ۲۰۱۴ کال کې چې ډېره برخه نړیوال پوځیان له افغانستانه ووتل، د ټولو محاربوی عملیاتو مشری په غاړه واخیسته او د نړیوالو پوځیانو دنده تر سلامشورو او د سرتیرو تر روزنې پورې محدوده شوه.
له همغه وخته د امریکایی ځواکونو له ملاتړ سره سره د طالبانو او نورو تروریستی ډلو پرضد جګړه کې د افغان ځواکونو مرګ ژوبله زیاته شوه.
جنرال ووټل وویل د افغانستان ځواکونو د تلفاتو وجه تر ډېره هغه ولاړ دفاعی تکتیکونه دی چې دوی له ستونزو سره مخامخ کوی.
د افغانستان دفاع وزارت د افغانستان ځواکونو د تلفاتو د زیاتیدو په اړه د لویدیځو رسنیو راپورونه رد کړی.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دې وروستیو کې په یوه راپور کې لیکی و، چې د شلو ورځو په ترڅ کې شاوخوا ۴۰۰ سرتیری وژل شوی.
د دفاع وزارت ویاند غفوراحمدجاوید آزادۍ راډیو ته وویل چې د دې راپور ارقام دقیق نه دی.
دا په داسې حال کې ده چې حکومتی چارواکو هم په دې وروستیو کې د افغان پوځیانو د تلفاتو پر زیاتېدو اندیښنه څرګنده کړې.
دفاع وزیر طارق شاه بهرامی څو ورځې مخکې په مشرانو جرګه کې د څرګندونو پرمهال د ملی اردو د سرتېرو د تلفاتو پر زیاتیدو اندیښنه څرګنده کړه.
د حکومت اجراییه رئیس عبدالله عبدالله هم څو اونۍ مخکې د پولیسو د همغږۍ د نړیوال بورډ په غونډه کې د پولیسو د مرګ ژوبلې د کمولو په خاطر د کورنیو چارو له وزارت څخه د نویو طرحو او کړنلارو د عملی کولو غوښتنه وکړه.
د امریکا د پوځ د مرکزی قرارګاه عمومی قوماندان جنرال ووټل په خپلو پرونیو څرګندونو کې وویل د امریکا پوځ لاهم هڅه کوی چې افغان ځواکونه پر امنیتی پوستو چې د ده په وینا تل تر ګواښ لاندې دی او طالبان پرله پسې حملې پرې کوی اتکا کمه کړی.
د اسوشیتیدپریس خبری آژانس د راپور له مخې، امریکایی چارواکو په تېرو لږترلږه شپږ کلونو کې افغان چارواکو ته پرله پسې ویلی چې د دې ډول امنیتی پوستو ساتنه ګران کار دی او هڅې یې کړی چې قناعت ورکړی څو له دې پوستو ووځی خو چارواکی یې نه منی او وایی امنیتی پوستې د عامو وګړو د خوندیتوب لپاره ډېر زیات اهمیت لری.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.